Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, May 21, 2011

غبرګې نښتې نجونې وزېږدې

غبرګې نښتې نجونې وزېږدې


جلال اباد (پژواک ٢٥ غويى ٩٠): د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ يوې اوسېدونکې د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې په خېټه اوسينه کې سره نښتې دوه لوڼې وزېږولې.
د ننګرهار د عامې روغتيا د زېږنتون مشرې ډاکټر ذکيې رستاک د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په زېږنتون کې يې د اته کلن خدمت پر مهال پر لومړي ځل حيرانوونکې پېښه وليدله.
هغې زياته کړه، چې د روان لمريز کال د غويي په ٢٣مه شپه ورته له سرخرود ولسوالۍ څخه يوه ناروغه مېرمن راوړل شوه.
د ذکيې په وينا، له تلويزوني معايناتو وروسته جوته شوه، چې ناروغه د غبرګو ماشومانو حمل لري
.
نوموړې وويل، چې د لويو عملياتو له لارې يې مور دغه غبرګونې انجونې دنيا ته راوړې.
د زېږنتون مشره زياتوي، چې دواړه ماشومانې تر دوه ورځني جدي مراقبت وروسته په نورمال ډول ژوندۍ دي او د مور شودې خوري.
د هغې په وينا، دغه نجونې د خېټې او سينې په برخه کې سره نښتې دي، چې هره يوه يې خپل جلا اندامونه، سر او زړه لري.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد په يوه خبري کانفرانس کې له ولسمشر حامد کرزي او د عامې روغتيا له وزېرې وغوښتل، چې په هېواد کې د پرمختللې ټکنالوجۍ د نشتوالي له امله دې دا نښتې نجونې، نړيوالو روغتيايي مرکزونو او طبي څېړنيزو پوهنتونو ته ولېږي، ترڅو يې ژوند وژغورل شي.
هغه زياته کړه، په دې ډول، دغه په هېواد کې لومړى ځل دى، چې يوه مور دوه داسې نښتې ماشومان زېږوي، چې ټول اندامونه يې بشپړ دي.
د نوموړي په وينا، د جراحي عملياتو له لارې د بېلېدو په صورت کې د دواړو نجونو اتيا سلنه د ژوندۍ پاتې کېدو امکان شته.
د يادونې ده، چې دوه کاله وړاندې په دغه روغتون کې يوې مور داسې زوى زېږولى و، چې له خولې سره يې د سر په بڼه دويمه کتله نښتې وه.
د ننګرهار د عامې روغتيا د روغتون د معلوماتو له مخې، د ختيځو ولايتونو په کچه د ننګرهار د عامې روغتيا زېږنتون يو پرمختللى زېږنتون دى، چې په تېره يوه مياشت کې په دغه زېږنتون کې ١٧٠٠ کوچنيان دې نړۍ ته راغلي دي.

منبع : پژواک خبري اژانس 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User