زما محترمو وروڼو په دنيا كې اهم ترينه مسئله د توحيد ده ، چې هغه د يو الله سبحانه وتعالى عبادت ده ، تاسو وګورئ صرف د توحيد لپاره څومره انبياء عليهم السلام راغلي دي .
يو نه ــ ده
لس نه ــ دي
سل نه ــ دي
زر نه ــ دي
لس زره نه ــ دي
پنځوس زره نه ــ دي
يو لك نه ــ دي
يولك څليريشت زره كم او زيات انبياء راغلي دي ، نو معلومه ده چې دا يوه اهمه او ضروري مسئله ده ، دا  توحيد چې زما او ستا پورې رارسېدلى ده ، دا څه په آسانتيا نه ده رارسېدلى .

په دې مسئله باندې انبياء په كاڼو ويشتل شوي .
انبياء د كورونه ويستل شوي .
د علاقې نه ويستل شوي .
بدي خبرې او كنځل ورته شوي .
په چهرو او په مخ باندې په كاڼو ويشتل شوي .
په لارو كې اغزي ورته اچولي دي .
په توحيد باندې حضرت نوح عليه السلام څومره په كاڼو ويشتلى ده .
په توحيد باندې حضرت ابراهيم عليه السلام اور ته اچولى ده .
په توحيد باندې د حضرت موسى عليه السلام او فرعون مقابله راغلى وه
په توحيد باندې حضرت ذكريا د آري لاندې تكړي ــ تكړي كړي ده .
په توحيد باندې حضرت ابراهيم د نمرود مقابلې ته راوتلى ده .
سره د دومره مشقتونو او تكليفونو بيا هم دا دعوت نه پريدي .
معلومه ده د خدايى په خدايى كې دېنه غټه ، او مهمه مسئله نشته ، صرف د توحيد مسئله ده ، لگ زره بحث په كوم ، نور علماء به هم بحثونه پې كوي .

تاسو وګورئ د انبياء په بدلېدو سره .
د زكوة مسائل بدلېږي .
د لمونځ مسائل بدلېږي .
د روژې مسائل بدلېږي .
او دتوحيدمسئله نه بدليږى
نو معلومه ده چې دا اهم ترېنه مسئله ده .
د توحيد مسئلى لپاره شاهدان
د الله سبحانه وتعالى د توحيد مسئلى لپاره څومره شاهدان پيداكړي .
اول : الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
دويم : ملايكې د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
دريم : انبياء سبحانه وتعالى د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
څلورم : علماء د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
عزتمندو : كه زه تقرير كوم
يا كوم بل عالم تقرير كوي
يا كوم مدبر تقرير كوي
يا كوم مفكر تقرير كوي
يا كوم مفسر تقرير كوي
يا كوم لبيب تقرير كوي
يا كوم شيخ الحديث تقرير كوي
د هغې نه به ښه دا وي چې قرآن راواخلو ، قرآن وګورو ، د قرآن نه تپوس وكوو ، چې قران كې الله سبحانه وتعالى د توحيد لپاره څه ويلى دي ، او د شرك لپاره څه ويلى دي ، ستاسو خوښه ده چې قران نه تپوس وكوو ؟

هو ! قران وګورئ ! د قران درېمه پاره نهمه ركوع كې الله سبحانه وتعالى خپله شاهدي وركوي :  شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ  .
الله رب العزت خپله شاهدي وركوي چې د الله رب العزت نه سوا بل اله نشته .
ملايكې او د علم صاحبان هم پدې شاهدي وركوي ، او هم پدې باندې قايم دي چې د الله رب العزت نه سوا بل اله نشته ، او هغه زبردست غالب حكمت والا ده .
معلومه شوه چې توحيد ډېره اهمه مسئله ده چې په خپله خدايى ګواهي وركوي ، اوس تاسو ووايئ د خدايى د شاهدينه بله لويه شاهدي شته ؟ نه .
او بيا پدې باندې ملايكې شاهدان كړي دي .
او بيا پدې باندې خبره بس كړى نده ، بيا انبياء هم پدې شاهدان كړى .
قران بيا د الله رب العزت د توحيد اعلان كوي
عزتمندو : په بل ځاى كې الله رب العزت بيا د خپل توحيد اعلان كوي . اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ . پدې آيت كې الله رب العزت د خپل وحدانيت دعوه كوي او خپل وحدانيت په دلائلو ثابت وي ، ځكه چې د خلكو په زړو باندې د وحدانيت نقش جوړ شي ، الله رب العزت دعوه كوي .
اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ
: الله رب العزت هغه ذات ده ، چې ماسواء ډه نه معبود نشته ، ډې دعوي ثابتولو لپاره دلائل وړاندې كوي .
هُوَ الْحَيُّ
: مګر هم دى ده چې تل ژوندي وي .
الْقَيُّومُ :
په يو حال باقې او قايم ده .
لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ :
نه نيسى ده لره پريښامى او نه خوب ده لره .
لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ
: هر څه ده لره دي چې په آسمانو كې دي او كه په ځمكه كې دي .
مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ
: او څوك به وي چې سفارش وكى په نزد ډه ؟ مګر كولى شي په آذن ډه .
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ :
او عالم ده په هغه شيانو چې په مخ د مخلوقاتو كې دي ) په دنيا كې ( او په هغه شيانو چې وروسته له دوى دي ) په اخرت كې ( .
وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء :
او نشئ احاطه كولئ هيڅ شى له معلوماتو له ډه ، مګر په هغو شيانو احاطه كولى شئ چې الله رب العزت ورته اراده وكى د معلوماتو .
وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ :
او محيط ده كرسى ډه ، په ټولو آسمانونو او ځمكو باندې .
وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا :
او نه ستړي كوي الله لره ساتل د ځمكو او آسمانونو .
وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ :
او الله رب العزت د ټولو نه اوچت او لوى ده ، په بادشاهى كې ، او ډېر لوى ده په صفاتو كماليه و كې .
الله رب العزت په دې آيت كې دومره محكم او مضبوط دلائل بيان كړه چې څوك هم دي چلينج نه نشى حاضرى دلى .
داسې مضبوط دلائلو ته يو مشرك هم نشى ودريدى .
د دلائلو تفصيل

الْحَيُّ الْقَيُّومُ :
عزتمندو ، حَيّ عربى كې ژوندي ته وايي ، دا لفظ تاسو به د اسماء الهيه كې لېدلي وي .
الْحَيُّ : مقصود ده ، همېشه ژندي او همېشه باقې پاتې .
نو معلومه شوه چې مرګ هرچاته راځي ، ماسواء د الله رب العزت نه .
كه نبوي وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه عالم وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه ملا وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه پير وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه انجينر وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه ساينس دان وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه ډاكتر وي ــ مرګ به ورته راځي .
صرف الله رب العزت به ژوندي وي .هُوا الْحَيُّ .
الْقَيُّومُ :
او الله رب العزت به قايم وي ، قيوم ماخوذ د قيام نده صيغه د مبالغې ده  .
الْحَيُّ الْقَيُّومُ
: الله رب العزت همېش لپاره ژوندى ده ، الله رب العزت همېش لپاره قايم ده .
الله رب العزت ډې لپاره بل دليل وړاندې كوي :  وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ  صرف او صرف هغه ذات به باقې پاتې وي ، چې خاوند د جلال او د اكرام ده لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ .
سِنَةٌ :
د سين په زير باندې ، پريښامى ته وايي ، چې د خوب ابتدايى اثار شروع شي ، دېته سِنَةٌ وايي .
او  نَوْمٌ : هغه مكمل خوب ته وايي چې يو كس مكمل ويده وي ، نو الله رب العزت ډې دواړو نه منزه او پاك ده ، چا باندې چې خوب يا د خوب اثار راځي هغه اله نشى كيدي ، هغه خدايى نشي كيدي ، دنيوي ، او مجازي مشرانو ته ، د شپې دولس بجې ورشي ، د هغه طرف نه جواب راځي ، دې وخت كې هغه آرام كوي ، بيا بل وخت راشه ، څوك چې خوب او آرام كوي ، هغه حقيقي بادشاهي نشي كولي ، صرف هغه د الله رب العزت ذات ده ، څليريشت ساعته سوال كوه ، څليريشت ساعته به تا ويني ، ستا سوال به اوري ، كه ورځ وي ، كه شپه وي ، هر وخت سوال كوه ، هغه د رب ذوالجلال ذات ده لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ ، ده چې نه د خوب اثار پرې راځي ، نه چيرته خوب په راځي .
لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ :

لَّهُ :
كې لام د تمليك لپاره ده ، معنى دا شوه چې تمام شيان چې په آسمانو كې دي او تمام شيان په ځمكه كې دي ، داد الله رب العزت مملوك دي ، الله رب العزت ډې مالك ده او متصرف ده .
خطيب وايي

د آسمان مالك ــ الله رب العزت ده .
د زمين مالك ــ الله رب العزت ده .
د انسان مالك ــ الله رب العزت ده .
د عرش مالك ــ الله رب العزت ده .
د فرش مالك ــ الله رب العزت ده .
د انبياء مالك ــ الله رب العزت ده .
د اولياء مالك ــ الله رب العزت ده .
چې يو شى مملوك وي ، هغه مالك نشى كيداى .
چې يو شى مملوك وي ، هغه خدايى نشى كيداى .
انبياء مملوك ــ دي .
اولياء مملوك ــ دي .
علماء مملوك ــ دي .
فرشتى مملوك ــ دي .
انسانان مملوك ــ دي .
جنيات مملوك ــ دي .
نه انبياء خدايى كيداى شي ــ نه اولياء خدايى كيداى شي .

ځكه دا ټول محتاج دي ــ او كوم شى چې محتاج وي هغه خدايى نشى كيداى .
كوم شى چې مملوك وي ــ هغه مالك نشى كيداى .
كوم شى چې مخلوق وي ــ هغه خالق نشى كيداى .
كه كيداى شي ؟ جواب راكى ــ نه شى كيداى ــ جزاك الله . مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ .
داسې څوك شته چې ډه په مخكې د چا شفاعت وكي ، بغير ډه اجازت نه .
ديته مالك وايي .
ديته اله وايي .
ديته خدايى وايي .
چې نور تمام مجازي مالګان ــ نور تمام كذاب خدايان به .
د حقيقي خدايى په مخكې ــ د حقيقي مالك په مخكې چپ او غلى ولاړ وي .
چون او چراء به نشى كولى ، نو بيا د الله رب العزت سره ) نعوذبالله ( شريك د كومه ځايه راغى .
نو دا خبره معلومه شوه ــ روښانه شوه .
چې الله رب العزت احد ــ دى .
الله سبحانه وتعالى صمد ــ دى .
الله سبحانه وتعالى لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ــ دى .
الله سبحانه وتعالى وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ــ دى .
الله سبحانه وتعالى ــ په خدايى كې يك تنها .
الله سبحانه وتعالى ــ په بادشاهى كې يك تنها .
الله سبحانه وتعالى ــ په مالكيت كې يك تنها .
بغير د الله سبحانه وتعالى ــ د اذن نه ــ د اجازت نه ، څوك د چا سپارش او شفاعت نشي كولى .
ولي الله  ــ فرمايي مالك يوم الدين  ډې ورځې بادشاه او مالك زه يم .
خطيب وايي

پيغمبر چې شفاعت كوي ، شفاعت يو درخواست دى ، يو عريضه ده ، چې حضور سبحانه وتعالى به د الله سبحانه وتعالى دربار ته وړاندې كوي .
له دېنه دا معلومه شوه چې درخواست او عريضې وركولو ولا مقام بيل دى .
او عريضې قبلولو والا مقام بيل دى .
د عبديت مقام بيل دى ــ د عبوديت مقام بيل دى .
دغوښتلووالامقام بيل ده وركولووالامقام بيل ده
د غوښتلو والا نبى دى ــ وركولو والا الله سبحانه وتعالى دى .
. يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ .

الله تعالىٰ د خلكو مخكې او وروسته تمام حالاتو باندې عالم او خبردار دى ، د مخكې او وروسته مفهوم دا هم كيداى شي ، چې ستاسو د پيدايش نه مخكې ، او وروسته په تمام حالاتو الله سبحانه وتعالى عالم دى .
او دا مفهوم هم كيداى شي ، چې ستاسو په مخكې حالاتو ، يعنې ستاسو ظاهري حالاتو باندې ، او ستاسو وروسته حالاتو باندې يعنې ستاسو باطني حالاتو باندې الله سبحانه وتعالى عالم ، او خبردار دى
. وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء .

انسان او تمام مخلوقات د الله سبحانه وتعالى د علم په يو حصې احاطه نشي كولي ، مګر الله سبحانه وتعالى چې څومره علم وركړى وي ، بس هغه علم به ورسره وي .
نو انسان سره يا جنياتو سره يا نورو مخلوقاتو سره ټول علم نشته ، ټول علم او علم غيب صرف او صرف الله سبحانه وتعالى سره دى .
علم الغيب او اخبار عن الغيب
عزتمندو ! علم غيب بېل شى دى ــ او اخبار عن الغيب بېل شى دى .
علم الهى بېل علم دى ــ او علم نبوي بېل علم دى .
علم خالق بېل علم دى ــ او علم مخلوق بېل علم دى .
علم غيب
علم نبوي
اطلاع على الغيب
اظهار على الغيب
دا ټول جدا ــ جدا شيان دي ، اوس پرې بحث نشم كولى وخت كم دى . وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ . يعنې دومره لويه كرسى ده چې تمام آسمانو او ځمكې باندې محيط ده او نګرانى په ده باندې زره كدر هم مشكل ندى .
محترمينو د كرسى نه مراد علم الهى دى ، حضرت ابن عباس ضي الله عنه- نه دا معنى منقوله ده ، او زياتو نورو مفسرينو هم دا معنى اخيستى ده
كُرْسِيُّهُ ــ اى علمه ( ابن جرير ابن عباس )
قبل مجاز عن علمه ( روح )
الكرسى هو العلم  ( كبير )
د كرسى معنى قدرت او حكومت هم ده ، زياتو اهل لغت او اهل تفسيرو دا معنى اخيستى ، الكرسى السرير ) قاموس ( المراد من الكرسى السلطان والقدرة والملك (الكبير )
نو ثابت شوه چې څوك حاكم وي هغه به اله وي .
هغه به خداى وي ، هغه به الله وي .
او څوك چې محكوم وي ــ هغه اله نشي كيداى ، هغه خداى نشى كيداى .
. وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا .

او ډې حفاظت چې آسمان او ځمكه ده په الله سبحانه وتعالى باندې زره كدر هم مشكل نده ځكه په قادر مطلق باندې دا كوم مشكل نوي ، ډې حفاظت نهايت آسان كار دى .
. وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ .
او هغه عالى شان دى ــ او عظيم شان هم ده .
خطيب وايي

ټولې دنيا ته چلنج دى چې داسې براهين ، داسې دلائل وړاندې كى .
دا صرف د يو الله سبحانه وتعالى ذات دى .
هغه الْحَيُّ  دى .
هغه الْقَيُّومُ  دى .
هغه لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ دى .
هغه لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ دى .
هغه مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ دى .
هغه يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ دى .
هغه وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء دى .
هغه وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ دى .
هغه وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا دى .
هغه وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ دى .
هغه د رب ذوالجلال ذات دى .
هغه د خالق ذات دى .
هغه د غفار او قهار ذات دى .
بل ذات كې داسې كمالات ــ داسې صفات نشي جمع كيداى ، او نه به جمع شي .
د توحيد نور دلائل

عزتمندو ! بل ځاى كې الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت اعلان بيا كوي . إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا . ) پاره ۱۶ ( .
بېشكه زه الله يم ، زما نه ما سوا بل معبود نشته مګر زه معبود يم ، داد الله بل د وحدانيت اعلان وه .
بيا الله سبحانه وتعالى په قرآن كريم كې بل ځاى فرمايي : . فَاعْلَمْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ . ) پاره ۲۶ (
پوه شئ ، يقين وكى ، چې د الله سبحانه وتعالى نه سوا بل څوك د عبادت نشته ، صرف الله سبحانه وتعالى معبود دى .
بيا الله سبحانه وتعالى بل ځاى كې په قران مجيد كې فرمايي : . وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ  . ) پاره ۱۲ (
ستاسو اله ستاسو معبود يو معبود دى ــ او بل معبود ډه نه سوا نشته ، هغه رحمن او رحيم دى ــ داسې ذات خدايى وي چې رحمن او رحيم وي ، بيا الله سبحانه وتعالى فرمايي : . إِنَّمَا هُوَ إِلَـهٌ وَاحِدٌ . ( پاره ۶ پ ـ۷ پ ـ۱۳ ) .
يقيناً معبود يو دى ، اله يو دى ــ الله سبحانه وتعالى يو دى .
بيا الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت اعلان كوي : / وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ  / (پاره ۲۳ سورة ص )نشته ده معبود مګر يو الله سبحانه وتعالى دى او قهار هم دى .
د الله شهادت د ټولو نه لوى شهادت دى

زما وروڼو ! د الله د شهادت نه بل لوى شهادت نشته ، دا زه نه وايم ، دا خپله الله  فرمايي :  .  قُلْ اَيُّ شْئٍ اَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللّٰهُ  .( پاره ۷ سورة الانعام )
او وايي څه شى د الله د شهادت نه لوى دى ؟ او وايي د الله شهادت ، او خبرې :
د ټولو نه لوى ذات ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لويه خبره ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لوى شهادت ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لويه مسئله ــ د توحيد دى .
ولى په څه شى باندې چې الله سبحانه وتعالى شهادتونه وركوي ، نو دا اهمه او عظيمه مسئله وي چې په چا كې توحيد نوي د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت قائل نه وي .
د هغه عبادت هيڅ فائده نه وركوي .
د فرشتو شهادت

محترمينو ! فرشتو هم پدې شهادت وركړى چې الله سبحانه وتعالى يو ده : . يُنَزِّلُ الْمَلآئِكَةَ بِالْرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنذِرُواْ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ أَنَاْ فَاتَّقُونِ . (پاره ۱۴ ركوع ۶ سورت النحل ) الله سبحانه وتعالى نازلوى ملايكې سره د روح ، په امر خپل چې هر چاته آراده وشى ، له بندګانو نه ، او انبياء ته او فرمايه چې زما بندګان ؤ وېره وه ، چې زما نه ماسواء بل څوك اله نشته او صرف زما نه ووېريږئ .
فرشتو هم خلك خبردار كړى دي ، چې د الله سبحانه وتعالى نه سوا بل څوك د عبادت لايق نشته ، صرف خوف او خطر ډې ذات نه كوي ، نفع او نقصان ډه نه ماسواء بل څوك چاته نشى وركولى ، عزت او زلت صرف هغه يو د الله سبحانه وتعالى لاس كې دى . وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء . عزت او زلت وركولو والا صرف هغه يو الله سبحانه وتعالى ذات دى .
انبياء عليه السلام شهادت

همداسې انبياؤ هم د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت شهادت وركړي ده . وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُونِ . ( پاره ۱۷ ركوع ۲ ) .
او مونږ نوه ليږلي ستا نه مخكې رسولان ؟ مګر مونږ به هغو ته وحى كوله ، چې زما نه ماسواء څوك معبود نشته ، مګر زه يم ، زما عبادت كوئ !
عزتمندو ! ټولو انبياؤ دا جدوجهد كړى ، دا كوشش كړى چې د عبادت لايق صرف او صرف يو الله سبحانه وتعالى دى ، ماسواء د الله سبحانه وتعالى نه څوك د عبادت لايق نشته .
زما وروڼو د توحيد په مسئله باندې څو شهادتونه وشو .
)( د الله تعالىٰ شهادت .
)( د فرشتو شهادت .
)( د انبياء شهادت .
)( د علماء شهادت .
دې څلورو شهادتونو نه معلومه شوه ، چې معبود حقيقي .
حقيقي رازق
حقيقي مالك
حقيقي حاجت روا
حقيقي مشكل كشاء
صرف او صرف الله سبحانه وتعالى دى ، ډنه ماسواء بل څوك نشته .
وفي كل شى له اية
تدل على انه واحد
په هر شى كې د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت نشانى موجودى دي او په دې شاهدي وركوي چې الله سبحانه وتعالى يو دى .
په توحيد باندې انبياء عليهم السلام ته تكليف
محترمينو حضراتو ! په توحيد باندې انبياء عليهم السلام قتل شوي ، جيلو ته تللي ، آره شوي ، كوهيانو كې اچولى شوي دي ، د خپلو كورونو ، خپلو علاقو نه ويستل شوي خو بيا هم د توحيد پيغام نه ده پريښى ، په هر وخت كې ، په هر ساعت كې خلكو ته د توحيد پيغام رسولى ده ، خو د لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ پيغام نده پريښى ، كه تاسو لږ زره سوچ وكړئ په هر دور كې د نبى نوم بدل شوى ، د رسول نوم بدل شوى دى .
خو لېكن دعوت يو دى .
پيغام يو دى .
عنوان يو دى .
مشن يو دى .
لايحه يوه ده .
هغه كومه لايحه ده ، هغه كوم دعوت دى ؟ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ده .
د هر نبى دور كې .
د لمونځ جدا طريقه وه .
د زكوة جدا طريقه وه .
د روژې جدا طريقه وه .
د حج جدا طريقه وه .
د انبياء عليهم السلام بدلېدو سره د توحيد لفظ نه بدلېږي

لېكن د حضرت آدم عليه السلام د زمانې نه د حضور عليه السلام زمانې پورې هم دا يوه كلمه ده لا لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ده ، نه بدلېږي ، صرف د پيغمبر نوم بدلېږي ، د توحيد دې الفاظو كې كوم تغير نه راځي ، كوم تبديل نه راځي .
حضرت آدم عليه السلام راغى ــ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ــ آدم صفى الله .
حضرت نوح عليه السلام راغى ــ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ــ نوح نجى الله .
حضرت ابراهيم عليه السلام راغى ــ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ــ ابراهيم خليل الله .
حضرت اسماعيل عليه السلام راغى ــ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ــ اسماعيل ذبيح الله .
حضرت موسى عليه السلام راغى ــ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ــ موسى كليم الله .
حضرت عيسى عليه السلام راغى ــ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ــ عيسى روح الله .
او چې حضرت محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم راغى ــ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ــ محمد رسول الله .
او ګورئ په لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ كې كوم تغير نده راغلى .
په لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ
كې كوم تبديل نده راغلى .
په لاَ إِلَهَ إِلاَّ ال
لَّهُ كې كوم فرق نده راغلى .
معلومه شوه حضرت آدم عليه السلام نه تر حضرت محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم پورې د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت خبره چليدلى ده د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت دعوت چليدلى ده ، بل دعوت نده چليدلى .
عزتمندو ! سره د دومره دلايلو ، سره د دومره شواهدو ، سره د دومره انبياء راتلو ، بيا هم خلك شرك كوي ، د الله سبحانه وتعالى سره شريك نيسي ، صرف د الله سبحانه وتعالى منلو سره يو كس نه مسلمانېږي ، څو پورې عقيده د شرك نه پاك نشي .
كه مونږ قرآن وګورو مونږ ته به دا واضح شي ، چې د الله سبحانه وتعالى د ټولو نه زيات نفرت د شرك نه راځي ، ډې شرك ختمولو لپاره الله سبحانه وتعالى مسلسل انبياء سبحانه وتعالى راليږلي دي چې څو پورې د خپلو علاقو نه ، د خپل قوم نه شرك ختم كړي ، .
الله سبحانه وتعالى شرك نه معاف كوي

زما وروڼو ! الله سبحانه وتعالى په قرآنكريم كې فرمايي : . إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَي إِثْمًا عَظِيمًا . ( پاره ۵ سورة النساء ) .
ژباړه : بېشكه الله سبحانه وتعالى نه بښي شرك چې د الله سبحانه وتعالى سره شريك ونيسي ، او بښي هغه ګناه چې كمه وي له شرك نه ، هغه چاته چې آراده وشي د مغفرت ، او هر څوك چې د الله سبحانه وتعالى سره شريك ونيسي ، نو دا په الله سبحانه وتعالى دروغ وتړل ، لوى دروغ او دا يې ډېره لويه ګناه وكړه .
دا مشريكينو ته خبردارئ ده ، تاسو خو به شرك كوئ ، او د جنت توقع هم كوئ ، مشريكينو خبردار اوسئ تاسو ته هيڅكله هم جنت نشته ، او يهودو تاسو هم شرك كوئ ، او نصارى ؤ تاسو هم شرك كوئ تاسو د جنت طمع مه كوئ ، ستاسو ځاى جهنم ده ، جهنم ده ، د جنت اميدونه پريږدئ .
د حضرت لقمان حكيم خپل ځوى ته نصيحت
محترمينو ! تاسو به د علماؤ نه بار ــ بارد حضرت لقمان حكيم نوم اوريدلى وي ، حضرت لقمان حكيم يو نصيحت په ډېر فصيح انداز سره ، په ډېر بليغ انداز سره ، قران ذكر كړى ده .
حضرت لقمان حكيم{1} خپل ځوى ته نصيحت كوي ، قران د هغې بيان كوي : . يَا بُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ . ( پاره ۲۱ سورة القمان ).
ژباړه : اې زويه د الله سبحانه وتعالى سره شريك مه نيسه ، بېشكه شرك نيول يو لوى ظلم دى .
خطيب وايي

حضرت لقمان حكيم د شرك نه تعبير په ظلم عظيم سره كړېده .
ظلم دېته وايي : ) وضع شي ء في غير محله ( د يوشى استعمال د خپل محل نه په غير محل كې ، يا يو شى د خپل حقيقت نه خلاف استعمالول ديته ظلم وايي ، نو انسان او جنيات الله سبحانه وتعالى د خپل عبادت لپاره پيداكړي دي ، ولې قران بيان كوي ، . وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ .
ژباړه : ما نه دي پيداكړي جنيات او انسانان مګر د خپل عبادت لپاره مې پيداكړي .
كه چېرته چا سجده غير الله ته وكړه ــ ده ظلم عظيم وكه .
كه چېرته چا عبادت غير الله ته وكه ــ ده ظلم عظيم وكه .
كه د خدائى اختياراتو سره .
كه خدائى علم سره .
د خدائى قدرت سره .
د خدائى صفاتو سره .
بل څوك شريك كه ، دېته شرك وايي ، دېته ظلم عظيم وايي ، شرك صرف دا نده چې بتانو ته سجده لږول دي او بس ، علم غيب دي بل چا ته ثابت كه دا هم شرك ده .
د الله سبحانه وتعالى اختياراتو كې دي بل څوك شريك كه ، دا هم شرك ده ــ كه دي الله سبحانه وتعالى سره .
بت
كه ــ لمر
كه ــ سپوږمۍ
كه ــ لرګى
كه ــ ستوري
كه ــ نبى
كه ــ ولي
كه ــ پير
كه ــ عالم
كه ــ مقړ
كه ــ خطيب
كه ــ زيارت
شريك كه ، دېته شرك وايي ، دېته ظلم عظيم وايي ، له دې نه لوى ظلم چېرته هم نشته ، .
په مشرك باندې جنت حرام دى
محترمينو ! الله سبحانه وتعالى په مشرك باندې جنت حرام كړېده ، جنت ته تګ د مشرك بلكل نشته ، الله سبحانه وتعالى فرمايي :  إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ . (پاره ۶ سورة المائده ركوع ۹ ) .
ژباړه : څوك چې شريك ونيسي د الله سبحانه وتعالى سره ، نو الله سبحانه وتعالى حرام كړي په هغه جنت او د هغه ځاى جهنم دى ، د ظالمانو مډ والا به څوك نه وي ، چې عذاب ترې لرې كړي ، مخكې آيت كې شرك ته ظلم عظيم وايي ، او په دې آيت كې . وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ . كې مشرك ته ظالم وايي .
خطيب وايي
ڼ په دې دور كې تاسو وګورئ !
يو حكمران په خپله ــ حكمرانى كې
يو بادشاه په خپله ــ بادشاهى كې
يو تاجر په خپله ــ تجارت كې
يو دوكاندار په خپله ــ دوكاندارى كې
يو پير په خپله ــ خانقاه كې
څوك داسې ځان سره شريك وي ، چې د هغه سره د شراكت هيڅ يوه معامله هم  نوي ، هسې يو كس راشي چې زه دوى سره شريك يم ، دا كسان به د هغه شراكت برداشت كې ؟ نه؟ اوبه يې مني ؟ نه .
ټول خلك به داسې كس ته چې د دروغو د شراكت دعوه كوي ، ظالم به ورته وايي او كه نه ؟ ورته وايي به .
نو الله سبحانه وتعالى هم ورته ظالم ويلي دي :  وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ .
نو د الله سبحانه وتعالى په ــ حكمرانى كې
د الله سبحانه وتعالى په ــ سلطنت كې
د الله سبحانه وتعالى په ــ بادشاهى كې
د الله سبحانه وتعالى په ــ اختياراتو كې
د الله سبحانه وتعالى په ــ علم كې
د الله سبحانه وتعالى په ــ حكمت كې
څوك غير شريكه وي ، نو دا څومره لوى ظلم دى ، څومره لوى فراډ دى ، څومره لويه دوكه ده ، نو ځكه الله سبحانه وتعالى ورته د ظالم نسبت كړى دى .
. وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ
.
محترمينو ! بيا په بل ځاى كې الله سبحانه وتعالى په قران كې فرمايي :  وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ . ( پاره ۲۴ سورة زمر ) .
ژباړه : او په تحقيق سره تاته وحى شوي ده ، او هغه كسانو ته چې ستانه مخكې وه ، كه شرك تاوكه ) فرضاً ( نو خامخا خراب شى عمل ستا ، او خامخا به ته وګرځى له زيانګارانو نه .
زما وروڼو ! شرك عمل هم خرابوي ، او سړى د زيانګارانو نه هم كوي ، نو د شرك نه ځان ساتل ضروري دي ، الله سبحانه وتعالى دې مونږ د شرك نه وساتي ــ آمين .
عزتمندو ! حضرت عبدالله ابن مسعود ضي الله عنه- فرمايي : چې مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وكړه، چې د ټولو نه لويه ګناه څه شى ده ؟ حضور عليه السلام وفرمايل : ) ان تجعل لله ندا وهو خلقك ( ) بخاري ج ۲ ((۱) چې د الله سبحانه وتعالى سره شريك ونيسى ، او حالانكې هغه تاسو پيداكړي يي.
خطيب وايي
ستاسو جسم ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړى .
ستاسو چهره ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړى .
ستاسو وجود ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړى .
ستاسو زړه ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړى .
ستاسو دماغ ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړي .
ستاسو روښانه چهره ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړى .
ستاسو لاس ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړى .
ستاسو پښې ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړي .
ستاسو روښانه سترګې ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړي .
ستاسو په خېټه كې اندرون نظام ــ الله سبحانه وتعالى پيدا كړي .
چې ستاسو تمام وجود رب ذوالجلال پيداكړي .
نه چا نه مشهوره اخستى ده .
نه چا نه نقشه اخيستى ده .
نو بيا په كوم دليل
په كوم برهان
په څه وجه ، د الله سبحانه وتعالى سره شريك نيسئ ؟
او حال داده ) هو خلقك ( صرف هغه يو واحد ذات پيدا كړى يې ، بل چا نه يې پيداكړي ، حضور عليه السلام فرمايي : ) من مات يشرك بالله شياً دخل النار ( ) مسلم شريف ((۱) .
څوك چې مړ شو ، او د الله سبحانه وتعالى سره يو شى شريك  نيولي وي ، هغه به اور ته داخلېږي .
خطيب وايي
كه هغه هر شى وي
كه هغه ــ لات وي
كه هغه ــ عزى وي
كه هغه ــ پيغمبر وي
كه هغه ــ ولي وي
كه هغه ــ پير وي
كه هغه ــ ملا وي
كه هغه ــ لمر وي
كه هغه ــ سپوږمى وي
كه هغه ــ ستوري وي
كه هغه ــ اور وي
كه هغه ــ كاڼي وي
كه هر شى وي د الله سبحانه وتعالى سره شريك ونيوه . دْخِلِ النَّارَ .
ژباړه : اور ته به داخلېږي ، جهنم به يې ځاى وي .
د الله سبحانه وتعالى سره زمونږ پنځه وخته وعده

عزتمندو ! الله سبحانه وتعالى دې مونږ د شرك نه وساتي ، ولې كه مونږ په شپه او ورځ كې زيات نه وي ، نو پنځه وخته د الله سبحانه وتعالى سره دا وعده كوو . إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ .
ژباړه : الله سبحانه وتعالى مونږ خاص تالره عبادت كوو او خاص تانه مونږ مډ غواړو .
محترمو ! آخرى خبره كوم نور خپل بيان بس كوم ، لږ ستاسو توجه غواړم د عربى ګرامر په حساب ، فعل او فاعل مخكې وي ، بيا مفعول وروسته وي ، پكار داوه چې الله سبحانه وتعالى داسې ويلى وه . نَعْبُدُ وإِيَّاكَ . دا عبادت فعل شو ، او مونږ ورته فاعل شو ، او د چا چې عبادت كوو هغه ورته مفعول شو ، لكه عرب وايي ، ضرب زيد عمرواً .
وهل كړى زيد عمرو لره ، يعنې زيد پاسيدلى و عمرو وهلى وه ، ضرب فعل دى ، زيد فاعل ، او عمرو مفعول دى ، نو اوس وګورئ مفعول د فعل او فاعل نه وروسته راغى .
خو كله چې يو كس خپله خبره كې تاكيد پيداكوي ، مظبوطيا پيداكوي ، خپله خبره پخه وي ، نو مفعول مقدم كې .
نو الله سبحانه وتعالى د خپل عبادت لپاره ، خپلې خبرو كې تاكيد راوستو ، نو مفعول مقدم كه ، د فعل او فاعل نه ، كه مونږ داسې ويل . نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ إِيَّاكَ . مونږ عبادت ستا كوو ، مډ ستا نه غواړو ، نو بېشكه به راته چې د الله . نه سواء د بل چا عبادت شته ، او د الله سبحانه وتعالى نه سواء بل څوك د مډ شته ، نو صرف ډې شك ختمولو لپاره الله سبحانه وتعالى مفعول مقدم كړي ، چې بلكل شك ختم شي نو الله سبحانه وتعالى فرمايلى . إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ . چې عبادت كېږي خاص ستا به كېږي ، او چې مډ غواړي خاص ستا نه به غواړي .
محترمو ! الله سبحانه وتعالى دې مونږ د شرك نه وساتئ ــ آمين .
موحد كس به جنت ته ځي
پيغمبر عليه السلام فرمايي : ) اتاني جبرائيل عليه السلام فبشرني انه من مات من آمتك لايشرك بالله شياً دخل الجنة ( ) مسلم شريف ((۱)
حضور عليه السلام فرمايي : ماته جبرائيل عليه السلام راغى او دا زيرى راكه ، چې ستا په آمت كې په داسې حال كې يو كس مړ شي ، چې د الله سبحانه وتعالى سره شريك نه وي نيولى ) دخل الجنة ( هغه به جنت ته داخلېږي ، الله سبحانه وتعالى دې مونږ د شرك نه وساتي ، الله سبحانه وتعالى دې مونږ په وحدانيت باندې مضبوط لري ، الله سبحانه وتعالى دې مونږ ته داسې وخت كې مرګ راولي ، چې زمونږ ژبه د الله سبحانه وتعالى په وحدانيت چلېږي چې هغه . لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ . ده آمين .
( واخر دعونا ان الحمد الله رب العلمين )  الله رب العزت مونږ او تاسوته په دې باندې دعمل کولو توفیق راکړی

اقتباس فايق التقارير څخه مالف مفتی رحیم الله درانی
خالدمنصورهډوال
http://hadawal2.net.ms/