Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, April 23, 2011

خپګان څه شی دی؟

Depression   خپګان يا
نيټه: 23 جنوري 2010  - ليکونکي  ډاکتر کامران وزیری

خپګان څه شی دی؟
خپګان یوه ډیره عامه ناروغتیا ده چې  په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۲۱ میلیونه خلک په دې رنځ اخته دي . د ژور خپګان له امله په نړۍ کې هر کال ۸۵۰۰۰۰ کسان په ځان وژنه لاس پوري کوي . په انګلستان کې ۲/۳ خلک د خپل ژوندانه  په مهال د دې ناروغتیا سره لاس او ګریوان وي . د افغانستان د روغتیا وزارت په یو وروستي خبر کې د رواني ناروغتیاګانو کچه په هیواد کې ډیره لوړه ښودل شوې  چې د هغې جملې څخه  خپګان هم  یوه پراخه ناروغتیا ده
 کله چې انسان د  ژوند د کړاونو او ستونځو سره مخامخ  وي په داسې حالاتو کې  خپګان  د وجود  د یو نورمال او لازمي غبرګون  په څیر را څرګندیږي .  د بېلګی په توګه   په کورنۍ  کې د یو ګران او نږدی غړي په مړینه  خپګان کول  د وجود  پر ځای غبرګون دی  . ځینې وختونه  خلک هسی  لږ خپه  او زړه   تنګي وي ،  د کوم چا سره د شخړی او یا هم د نورو ورځینیو ستونځو  له امله  د مخامختیا په سبب  د لنډې مودې لپاره د خپګان سره مخاخ کیږي .  په  داسی حالاتو کې معمولاً خپګان  د لږی مودی لپاره  دوام مومي او په  رنځ کې نه شمیرل کیږي
 خپګان هلته یوه ناروغتیا بلل کیدلاۍ شي   چې   د لرلو مهال یی  د نورمالې اندازی  ډير وي  یا د انسان د عادي ژوند کولو مخه ونیسي  او یا هم  د ځینو نورو ستونځو سبب شي لکه :  زښته اندیښنه کول (اندیښنه کول  ډیر مهال   د خپګان سره مل وي)، لږ او یا ډیر خوب کول، ډیره ستړتیا احساسول  او د  هر کار لپاره بی زغمه کیدل 
د خپګان د پیدا کیدلو اصلي عوامل څرګند نه  دي . هر څوک په خپل ژوند کې د خپګان سره مخامخ  کیدلاۍ شي . کله  خپګان د یوې دردونکي حادثې  له امله  لکه  مرګ او ژوبله ، د شتمنۍ ، کار او یا ټولنیز مقام د لاسه ورکولو، او همداسې د کورنیو ستونځو لکه طلاق او یا هم داسي نورو ستونځو سره نیغه اړیکه لري .همدارنګه  کیدلاۍ شي چې په ناڅاپي ډول  بې له  هیڅ  لامله  خپګان  را مېنځ  ته شي . ښځینه د نارینه  په پرتله په خپګان ډيرې اخته کیږي  او دا هم  د  ښځو د امیدوارۍ په پای کې او یا هم د ماشوم د زیږدلو وروسته وي .  خپګان  ډیر وخت په وجود کې د هورمونونو د ټیټیدو او  یا جګوالي سره تړاو لري او همداسې خپګان په هغه کسانو کې چې  مور  یا پلار یی  په  دې رنځ اخته  وي  ډیر دی
د یادونې وړ ده چې نور ګڼ شمیر عوامل لکه : اوږد  مهالي  ځاني ناروغتیاګانې ،   د ژوند د  لمړنیو اړتیاو نه لرل ، په مخدره توکو روږدیوالې  ،د چاپیریال ککړتیا او  ورسره اړوندې ستونځې  او همداسې ټولنیزې ستونځې کیدلاۍ شي چې د پرله پسې  روحي  ستونځو او فشارونو لامل شي چې په خپل وار د خپګان  د  پیداکیدلو چانس په کراتو ډیروي
د خپګان نښې او نښانې
ډیری مهال زړه تنګي ، خپه مزاجه خوی لرل
زر په غوصه کیدل ،  فکري او فزیکي ناقراري
خپلې ظاهري بڼي ته پاملرنه نه کول ، ځان پاک نه ساتل
 د   خپګان  نښانې په څیره کې رابرسیره کیدل ، ژړه غوني کیدل او یا بی علته ژړل
 د هغو کارونو او تفریحي څیزونو زړه صبري چې پخوا به یی تری خوند اخیستلاۍ شو
 خپل ځان ملامته احساسول او یا هم داسي احساس چي  ځان ورته د هیڅ  کار وړ نه ښکاري
 ځان د نورو خلکو نه ګوښه کول اود ټولنیزو ناستوڅخه  ډډه   کول
 نارامه بیدیدل ( څو ځله د شپی راپاڅیدل او یا هم سهار  وخته راپاڅیدل  او بیا بیرته خوب نه ورتلل)، وران خوبونه لیدل
 کله کله د سر درد ، د زړه  د درباری او یا هم د سینې د دردونو احساس کول
 حافظه  او په پاملرنه کی  ستونځې
 د پریکړو نیولو توان نه لرل ، بی زړه کیدل او پر خپل ځان ډاډ  نه لرل 
 ډوډی ته زړه نه کیدل  آن  دا چې  په پایله کې کیدلاۍ شي   د وزن  د کموالي سبب کیدل 
 د جنسي اړیکو نه زړه صبري او د نارینه د فزیکي او جنسي وړتیا لږیدل
 ډیر منفي فکرونه لرل  (آن  د ځان  وژنې تر پولي پورې) ، ژوند بی معنا ګڼل  او   ټولو  نورو شیانو ته په منفي بڼه کتل  او  یا رنګ ورکول
 نا هیلی کیدل ، د بی وسۍ احساس کول، ځان بی ارزښته ګڼل ، د هر څه  زړه توري کیدل
د خپګان لرونکي ناروغان په ټولیز  ډول  د پورتنیو نښو  څخه  د لږ تر لږه  پنځه یا شپږو نښو  لرونکي وي . هر څومره چې د پورتنیو نښو کچه ډیره وي او هر څومره چې دا نښې ځواکمنې وي  نو هغومره  خپګان ژور دی .  ژور خپګان بیا په خپل وار د نورو رواني ناروغتیاو لامل ګرځیدلاۍ شي او یا ورسره په جوښته  را څرګندیږي   د ژور خپګان لرونکې  ناروغ  چې غبرګ  بل  رواني  رنځ  هم ولري نو بیا د خپګان د پورتنیو نښو تر څنګ کیدلاۍ  شي  چې په  ناسمو  او غیرو عادي کړنو لاس پوري کړي  او ډیری مهال به  په خپلو کړنو ډاډ   ونه  لري . ان کیدلاۍ شي خپل ځان د ځینو غږونو او یا هم کومې  باندنې ځواک  تر کنترول لاندې  وګڼي
درملنه
د یادونې وړ  ده چې خپګان یوه رواني ناروغتیا ده اما  لیونتوب نه دې . د خپګان ناروغ  سره باید په ډيره خواخوږۍ او پوهاوي  چلند وشي . خپګان  ډیری مهال په خپله ښه کیږي او له منځه ځي که  چېرې ژر ښه نه شي،  اوږد شي او یا په ژور خپګان  واوړي  نو بیا د ډیرو عامو لاندینو سپارښتنو سربیره د درملو د خوړلو اړتیا لیدل کیږي چې د ډاکتر د لارښوونې سره سم باید تر سره شي
        کوښښ وکړئ چې ښه خواړه وخورئ . که خواړو  ته  مو زړه نه کیږي نو په کراتو د لږ تر لږه یو څه نا څه خوړلو باندې پیل وکړۍ ستاسې ځان ډیرو ویټامینونو ته اړتیا لري چې د هغې په نشتوالي کې ستاسې روغتیایی حالت د لا خربیدو په لور درومي
      ورزش وکړئ که نور څه مو د لاسه نه کیږي نو لږ تر لږه پلي وګرځئ او کوښښ وکړئ چې ځان فعال وساتئ
      د سګرټو  او چرسو د څکولو او د شرابو د څښلو نه په کلکه ډډه  وکړئ
ښه خوب وکړئ او کوښښ وکړئ چې هره ورځ په  یو ټاکلي وخت سره بیده شئ. د دې  لپاره چې ښه  خوب وکولاۍ شئ  نو مخکې د بیدیدو  ځان بوخت وساتئ : يا یو کتاب ولولئ یا  د تلویزون کومپروګرام وګورئ او یا هم   په تړمو- تودو اوبو  خپل سر او ځان پریمینځئ
هیله مند وسئ چې تاسې به  ښه کیږئ  .خپل زړه ډاډه وساتئ  او د بې ځایه اندیښنو لاس پرسر شئ . ښه به دا وي چې فکر وکړۍ  په څه بڼه  ځان د هغو ستونځویا هغو عواملو چې ستاسو د خپګان لامل ګرځیدلي ډاډګیرنه  وکولای شئ
 په غمونو ،اندیښنو او خپګان کې د خپلوانو او یا خپلو ملګرو مرسته وغواړئ ،  دا به ستاسو د بر لاسۍ نښه وي نه دا چې ځان  د خپلو ځانګړتیاو لامله  د غمونو په سمندر کې ډوب کړئ
 د ځانه ډیرې  لوړې او بې ځایه  غوښتنې او تمې مه لرئ، ټول مهال کوښښ وکړئ چې خپلې بړستنې سره سمې پښې وغځوئ
 که چیرې د خپګان د پورتنیو نښو نه ،کومې چې په سور رنګ کښل شوي دي ، لرونکي ياست  نو په بیړني ډول د ډاکتر نه مرسته وغواړئ
منبع :افغان جرګه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User