د انسان روغتيا ته د خوګ{خنزیر} د غوښې زيانونه
علمي اعجاز
ليكنه: هارون يحيى
ژباړه: هدايت الله حميدي
إِنَّمَا
حَرَّمَ عَلَيْکُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا
أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ
فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (بقره ۱۷۳)
د خوګ غوښه د انسان د روغتيا لپاره ګڼ شمير زيانونه لري. د ټولو هغو تدابير سره سره چې نن سبا نيول كيږي بيا هم دا ګواښونه لا همغسې د انسان ژوند تهديدوي.
كه چيرې د خوګ د چاپيريال او د روزلو د ماحول د پاكوالى يا چټلى څخه سترګې پټې هم كړو، هغه په طبيعي ډول ناپاك حيوان دى ځكه ډير وخت په خپلو فاضله موادو باندې لوبې كوي او آن دا چې خوري يې.
همدا ټكى او د دې ترڅنګ د هغه بيولوژيك جوړښت د دې لامل ګرځي چې بدن يې د نورو څارويو په پرتله په ډيره كچه انتي باډي(anti body) او د نشونما هورمون growth hormone)) جوړ كړي چې دغه انتي باډي او هورمون د هغه د بدن په عضلاتو كې زيرمه كيږي . سربيره پردې د خوګ غوښه د كولسترول او شحم لوړه كچه هم لري چې دا په علمي توګه څرګنده شوې ده چې دغه څلور ګونى توكي د انسان روغتيا د جدي ګواښ سره مخ كوي.
په امريكا او جرمني كې چې خلك يې په ډيره كچه د خوګ له غوښې څخه استفاده كوي، په لوړه كچه د چاغو كسانو شتون د همدې خبرې پايله ده.البته دا بايد وويل شي چې د وزن زياتوالى پخپله د ډيرو ناروغيو لكه اتيروسكلروزس، د وينې لوړ فشار، (ischemic heart disease)، د زړه حملې او نورو لپاره لاره هواروي.
كله چې د خوګ د غوښې د خوړلو په پايله كې د انسان په بدن كې د نشو نما هورمون له ټاكلې اندازې څخه لوړ شي نو په لومړي سر كې د وزن د زياتيدو او په پايله كې د بدن د فزيكې جوړښت د سوء شكل سبب ګرځي.
سربيره پردې بل زيانمن توكى د (trichina) چينجى دى چې په لوړه كچه د خوګ په غوښه كې موندل كيږي او كله چې د انسان بدن ته ننوزي نو نيغ په نيغه د زړه په عضلاتو كې ځاى نيسي چې د انسان ژوند ته لوى ګواښونه اړوي.
كه څه هم پدې وروستيو كې دا له تخنيكي پلوه ممكنه شوې ده تر څو هغه څاروي چې پدغه چينجي باندې اخته دي وپيژندل شي خو په مخكينيو پيړيو كې دا لارې چارې ناشوني وې چې مانه يې دا وه چې هر چا به د خوګ غوښه وخوړله نو په (trichina) باندې د اخته كيدو او د احتمالي مړينې تر ګواښ لاندې وو.
د هغو ټولو وقايوي تدابيرو او كوښښونو سره سره چې د نن د خوګ په روزلو كې تر سره كيږي، هغه حقيقت چې د خوګ غوښه په فريولوژيك ډول د انسان د بدن سره سمون نه لري او د روغتيا لپاره يې مضره ده هيڅ بدلون ندى موندلى.
د دې ټولو زيانونو د څرګنديدلو څخه د هغه حكمتونو كوچنى برخه جوتيږي چې زمونږ مهربان پالونكي د هغې نه د ځان ساتلو په حكم كې نغښتي دي .
همدا راز د الله جل جلاله د دغه امر منل د ټولو هغو زيانونو څخه چې د خوګ د غوښې د خوړلو له امله انسان ورسره مخ كيږي د ځان ساتلو لپاره پوره لاره هواروي.
تر شلمې پيړى پورې ټول هغه زيانونه چې د خوګ د غوښې د خوړلو له امله انسان ورسره مخ كيدلو، نه وو بربڼد شوي خو وينو چې قرآنكريم څوارلس پيړۍ وړاندې د دغو اضرارو څخه د ځان ساتلو لارې چارې ښوولې وي چې نن په كره توګه د طب د علم د پرمختلليو وسايلو او بيولوژيكي آزموينو په وسيله را څرګندې شوې دي، چې دا پخپله د هغه حقيقت څخه پرده پورته كوي چې قرآنكريم په شپږمه پيړۍ كې د يوه نالوسته انسان كلام نه، بلكه لاروركي انسان ته د هغه د پيداكوونكي او پالونكي مهربانه څښتن له لوري راليږل شوې نسخه ده تر څو د هغې په رڼا كې د قيامت تر ورځې پورې خپل ژوند برابر كړي.

No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.