Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, January 18, 2011

قهوه څښل د ځيګر سرطان کنټرولوي

قهوه څښل د ځيګر سرطان کنټرولوي

دغه خبر په ايم ډي ويب پاڼه کې خپور شوى کومه چې د روغتيائي او څېړنيزو مالوماتو په هکله تازه مالومات خپروي.
په دې ويب پاڼه کې داسې راغلي: هغه کسان چې قهوه څښي په هغوي کې د ځيګر سرطان ډېر لږ ليدل کېږي نسبت هغو ته چې قهوه نه څښي .
ليک : ميراډا هيټي
ژباړن: ډاکټر زيارمل
له پوهنتون ټکی کام څخه په مننه:
د اګست دويمه نېټه کال ٢٠٠٧ -  آيا د قهوې د يوې پيالې په څښکلو سره په ځيګر کې د سرطان د پيدا کېدو خطر له منځه ځي؟ ممکن همداسې وي.

د هيپټالوژي په نوم يو روغتيائي ژورنال کې چې په همدې مياشت کې خپور شوى داسې راپور ده چې په هغه کې يې د څېړنې لس پېښې خلاصه کړي کومې چې په قهوې او د ځيګر په سرطان باندې ترسره شوې دي.

لاسته راغلې څېړنې د څېړونکو له لوري تر غور لاندې نيول شوي دي چې د هغو په ډله کې فرانسيسکا براوي دى چې د ايټاليا د ميلان ښار د (ماريو نيګري) په نوم د فارمکولوژي په څېړنيز انسټيټوت کې په څېړنو بوخت دى. څېړنې په ټوليز ډول په ٢٤٢٢٦٠ کسانو کې ترسره شوي په دغو کسانو کې ٢٢٦٠ کسانو د ځيګر سرطان درلود او پاتې نورو نه درلود. په کومو کسانو چې څېړنې ترسره شوي دوي په يونان ، ايټاليا او جاپان کې اوسېدل.

په څېړنو کې ټولو ګډونوالو د خپل عادت په هکله مالومات ورکړي چې دوي څومره قهوه څښي. له همدې خلکو څخه له راټولو شويو مالوماتو څخه داسې څرګنده شوې چې که چا د قهوې د څښلو عادت درلود په هغوي کې د ځيګر سرطان ٤١% لږ تشخيص شوى د هغو کسانو په پرتله چې هغوي قهوه نه څښله.

هر ورځ چې څوک يوه پياله قهوه وڅښي په هغوي کې د ځيګر د سرطان چانس ٢٣% را ټيټېږي البته د هغو کسانو په پرتله چې هيڅکله يې قهوه نه وي څښلي.

هغه کسان چې قهوه ډېره زيات څښي په هغوي کې د ځيګر په سرطان د اخته کېدو چانس ٥٥% د هغو کسانو په نسبت چې هيڅکله يې قهوه  نه وي څښلې را کمېږي.
ډېره زياته قهوه څښل په څه مانا؟ ځينې خلک عادت لري چې په ورځ کې درې يا له دې څخه هم زيات شمېر د قهوې پيالې څښي. يا نور بيا داسې دي چې د قهوې څښلو په بارونو کې کښيني او په ورځ کې له يوې پيالې څخه زياته قهوه څښي دوي په هغه ډله کسانو کې راځي چې زياته قهوه څښي.

دغه لاسته راوړنې چې د قهوې په څښلو سره د ځيګر د سرطان چانس را ټيټېږي له نورې نړۍ سره ممکن جلا واوسي ځکه چې په هغو کسانو چې دا څېړنې شوي دي هغوي په يونان ، ايټاليا او يا خو هم په جاپان کې اوسېدل . په دې اړه ښاغلى براوي او د هغه ملګري وايي چې د قهوې او د ځيګر د سرطان ترمنځ د اړيکو وروستۍ څېړنې کومه تصادفي يا د همغه ځاى ځايي پېښه نه ده دغه په ټولو انسانانو باندې صدق کوي.

دوي داسې ګومان کوي چې قهوه د ځيګر انزايمونه تحريکوي او ممکن د همدې له امله د ځيګر د سيروز او سرطان مخه نيسي. خو دا هم بايد له ياده ونه ايستل شي چې براوي او ملګرو يې دا ژمنه نه ده کړې چې قهوه څښل انسان د ځيګر له سرطان څخه ژغوري. دوي دا هم ياده کړې چې ممکن داسې خلک وي چې د هضمي سيسټم او يا د ځيګر د ناروغيو له کبله يې په ځان د کافي څښل منع کړي وي.

آيا کافي د ځيګر سرطان مخنيوى کوي کنه دغه خبره لا تراوسه همداسې پاتې ده او د بحث لپاره توده موضوع ده . دغه خبره ښاغلي براوي او د هغه ملګرو کړې.
- پاى -

سرچينه: براوي ، ايف ، هيپټالوژي ، اګست ٢٠٠٧ ز ، ګڼه : ٤٦ ، مخونه ٤٣٠ نه تر ٤٣٥ پورې ، خبري مالومات
 
  سرچينه روغتیا

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User