محترمو کار کونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وبعد محترمو زه ده قران مبارک تلاوت کوم او په معنی یی نه پو هیژم دا ماته ثواب لری اوکه په معنی یی وه پوهیژم دغه ډیر ثواب لری که معلومات راکی ډیره مننه؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو په کوم حديث شريف کې چې د قرآنکريم د يوه تورې لس نيکی
بيان شوي دي عام دی که د قرآن په معنی پوهيږي او که نه پوهيږي هغه ته د يوه
تورې په تلاوت باندې لس نيکۍ ليکل کيږي
عن ابن مسعود قال قال رسول
الله صلی الله عليه وسلم : من قرا حرفاَ من کتاب الله فاهُ به حسنة
والحسنة بعشرا مثالها لا اقول (( آلم ) حرف ، الف حرف و لام حرف و ميم حرف .
( رواه الترمذی والدارمی )
ژباړه : د حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی
چه رسول الله صل الله عليه وسلم ارشاد فرمايي : چه چا د قرآن يو حرف
ولوستلو ، نو هغه يوه نيکی و ګټله او يوه نيکی د الله د قانون د کرم مطابق د
لسو نېکيو برابره ده ( د وضاحت لپاره فرمايي ) زه دا نه وايم ( يعني زما
مطلب دا نه دی ) چه آلم يو حرف دی ، بلکه الف يو حرف دی لام يو حرف دی او
ميم يو حرف دی دغه شان آلم ويلو والا بنده ته به ديرش نيکۍ ليکل کيږي .
او بل په دليل د دغه حديث شريف :
د بی بی عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
” الماهر بالقرآن مع السفرة الكرام البررة والذي يقرأ القرآن ويتتعتع فيه وهو عليه شاق له أجران ” ( متفق عليه )
ترجمه : چا په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د
مخې نه په بهتره طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا
دارو او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو
يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې
نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو دتلاوت او بل د زحت او مشقت )
. صحيح بخاری و صحيح مسلم .
په پورته حديث شريف کې د والتتعتع
لفظ څخه مراد عدم الفهم او عدم تعلم دی ، د قرآنکريم تعلم عبارت له تعلم د
تلفظ او تعلم د معنی دی چې دا بيا لوی اجر لري لکه په قرآنکريم کې چې
اشاره ورته شوی ده :
فقد قال تعالى { أَفَلا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلافًا كَثِيرًا } ۸۱ النسآء )
خلاصه دا چې د قرآنکريم تلاوت لوی اجر لري او د صالحو اعمالو د
زخيرې کولو ستره وسيله بلل کيږي په خاص توګه په رمضان المبارک کې ځکه چې
رمضان د قرآن مياشت دی .
مسلمان به د قرآنکريم د تلاوت پر مهال د تلاوت آداب او د خپل
وس موافق د تجويد احکام په نظر کې نيسي او همدارنګه تفاسير به مطالعه کوي
تر څو څه نا څه د قرآن په معنی او مقاصدو پوه شي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارشود
--------------------------------------
- اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
-
دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه حضور ته وړاندي كوم ...
-
د واده لومړۍ شپه ډاکټر سباوون محترم ډاکتر صاحب سباوون په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځم ډاکتر محترم : زه یوه میاشت وروسته ...
-
دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت ...
-
خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې ...
-
دمباشرت يا له خپلی بی بی سره ديوځايوالی آداب لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب پر يوه ځل سره ټولې د جاهليت د وخت بې شرمۍ ...
-
ډېر ملګرې به دا وایی چه د هډاوال وېب کی د داسې قسمه لیکنه او مضمون نشر کول مناسب نه دې د دې خبرې به دا جوب وکړم چه ډېر نوې هلکانو د...
-
محترم هډاوال صا حب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنه یوپوشتنه لرم هغه داچی دکا فری ښځی سره خوصوصا په افغانستان کی چی په زور ? را غلی...
-
{2} یوازینی ویب پانه چی په دیره لویه کچه اسلامی مظامین پکی خپریگی یو خواست بل هم لرمه چی پدی برخه کی په لویه اندازه مطالب خپا
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.