{3}
سلامونه
زمايوه فوشتنه دجي روشن قرض45راليكي او50كي5 اخلي داسودداوكنه
محمد نبی احمدزې
{2}
دروشن مخابراتی کمپنی داسی یو پرگرام لری چه کله دمشتری
کریدیت کارت تمام شی
نودو ی دمشتری په اجازه ۹۰ واحده کریدیت یعنی ۴۵
افغانی دکریدیت په بنه په قرض ورکوی.بیاچی کله
مشتری نورکریدت کارت پخپل تلیفون کی جمع کری نو دوی سل واحده یعنی ۵۰
افغانی دکردیدیت په بنه دتلیفون نه کاٹوی.
ایادی تہ سودویلای شو کنہ؟ستاسی
دجواب پہ انتظار
فرياد – غرنی
{1}
اسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته وبعد
محترمه! زه د روشن د تلیفوني شبکې په هکله یو سوال لرم هیله کوم چې راته یی ځواب کړئ
د روش شبکه خپلو مشتریانو ته دا سهولت برابر کړی چې کله ددوی په مبایل کې پیسې یا کاریډیټ خلاص شي نو ددوی د شبکې څخه د ۵۰ روپیوپه بدل د ۴۵ روپیو کاریډیټ په قرضه ورکوي
کله چې بیا کارت خپل مبایل ته واچول شي نو شبکه یی
ترې کټ کوي ایا دا سود کیږی او کنه بشپړ مالومات غواړم
وکيل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانه وروره !
د کرېډيټ کارت په اړه د اسلامي نړی د معاصرو فقهاؤ ټولنه مجتمع الفقه اسلامية ليکي :
په کرېډيت ليږلو باندې چې څه مصرف راځي د هغه د اجرې اخيستل جايز د اجرت نه علاوه سود دي .
مفتی تقې عثمانی صاحب هم لیکلی دې چه په دی کار مبايل کمپنی ډېر کارکونو ته اجرت او مزدورې ورکوې .
نو لهذا د دې وجی دا دجواز صورت لرې .
همدارنګه د آن لاين تجارت يا انټرنيټې تجارت د راکړې ورکړې د
پاره د ماستر کارت ، ويزه کارت وغيره باندې چې خپله د کارت کوم قيمت دی يا د
هغه د اداري چارو څه مصرف دی د هغه اخيستل جايز دي د هغه نه علاوه سود دی .
نور تفصیل دلته وه ګورې ....
او د سودي بانک نه د ماستر کارت اخيستل او په هغه کې حساب
پرانيستل بغير له سخت ضرورت څخه جواز نه لري ځکه د سودي ادارې سره امداد دي
.
معاصر فقهاء ليکي : اصلاً دا معاملات د سود د پاره يو حيله ده
ځکه دوی د کارت د قيمت يا کريديټ ليږو مصرف څخه زيات قيمت اخلي چې دا
اصلاً په قرض باندې زيادت دی او د سود حکم لری .
جاء فی المجتمع الفقه الاسلامية :
فإن استعمال بطاقات الائتمان في شراء
البضائع، ثم تسديد ثمن الشراء للبنك أو الجهة التي أصدرت البطاقة على
أقساط، هو في حقيقته قرض من البنك لحامل البطاقة ، فلا يجوز له ( المصدر
للبطاقة ) أن يأخذ أكثر من المبلغ الذي اشترى به صاحب البطاقة البضائع.
ويجوز له أن يأخذ مبلغا مقطوعا في مقابل المصاريف الإدارية ، وهذه لا تزيد
بزيادة المبلغ المستخدم عند شراء البضائع. أما فرض نسبة مئوية على المبلغ
المستخدم عن طريق البطاقة فهو الربا بعينه ، سواء كان مقابل الإنظار في
السداد ، أو كان باسم أجرة خدمة ومصاريف إدارية، لأن أيا منهما لايخرج في
حقيقته عن كونه قرضا بفائدة ، وهو ربا الديون ، وهو أشهر أنواع ربا
الجاهلية. وقد صدر قرار عن مجمع الفقه الإسلامي في هذا الشأن برقم 108
(2/12) وإليك نص القرار:
إن مجلس مجمع الفقه الإسلامي الدولي
المنبثق عن منظمة المؤتمر الإسلامي في دورته الثانية عشرة بالرياض في
المملكة العربية السعودية، من 25 جمادى الآخرة 1421هـ إلى غرة رجب 1421هـ
(23ـ 28 سبتمبر 2000).
بناء على قرار المجلس رقم 5/6/1/7 في موضوع
الأسواق المالية بخصوص بطاقة الائتمان، حيث قرر البت في التكييف الشرعي
لهذه البطاقة وحكمها إلى دورة قادمة.
وإشارة إلى قرار المجلس في دورته العاشرة
رقم 102/4/10، وبعد اطلاعه على البحوث الواردة إلى المجمع بخصوص موضوع
(بطاقات الائتمان غير المغطاة). وبعد استماعه إلى المناقشات التي دارت حوله
من الفقهاء والاقتصاديين، ورجوعه إلى تعريف بطاقة الائتمان في قراره رقم
63/1/7 الذي يستفاد منه تعريف بطاقة الائتمان غير المغطاة بأنه: “مستند
يعطيه مصدره (البنك المصدر) لشخص طبيعي أو اعتباري (حامل البطاقة) بناء على
عقد بينهما يمكنه من شراء السلع، أو الخدمات، ممن يعتمد المستند (التاجر)
دون دفع الثمن حالاً لتضمنه التزام المصدر بالدفع، ويكون الدفع من حساب
المصدر، ثم يعود على حاملها في مواعيد دورية، وبعضها يفرض فوائد ربوية على
مجموع الرصيد غير المدفوع بعد فترة محددة من تاريخ المطالبة، وبعضها لا
يفرض فوائد.
قرر ما يلي:
أولاً: لا يجوز إصدار بطاقة الائتمان غير
المغطاة ولا التعامل بها، إذا كانت مشروطة بزيادة فائدة ربوية، حتى ولو كان
طالب البطاقة عازما على السداد ضمن فترة السماح المجاني.
ثانياً: يجوز إصدار البطاقة غير المغطاة إذا لم تتضمن شرط زيادة ربوية على أصل الدين.
ويتفرع على ذلك:
أ_ جواز أخذ مصدرها من العميل رسوماً مقطوعة عند الإصدار أو التجديد، بصفتها أجرا فعلياً على قدر الخدمات المقدمة منه.
ب_ جواز أخذ البنك المصدر من التاجر عمولة
على مشتريات العميل منه، شريطة أن يكون بيع التاجر بالبطاقة بمثل السعر
الذي يبيع به بالنقد.
ثالثاً: السحب النقدي من قبل حامل البطاقة
اقتراضاً من مصدرها، ولا حرج فيه شرعاً إذا لم يترتب عليه زيادة ربوية، ولا
يعد من قبيلها الرسوم المقطوعة التي لا ترتبط بمبلغ القرض أو مدته مقابل
هذه الخدمة. وكل زيادة على الخدمات الفعلية محرمة لأنها من الربا المحرم
شرعاً كما نص على ذلك المجمع في قراره رقم 13 (10/2) و 13 (1/3).
رابعاً: لا يجوز شراء الذهب والفضة وكذا العملات النقدية بالبطاقة غير المغطاة.) انتهى قرار المجمع .
والله أعلم .
من موقع الاسلام سوال جواب ، موقع نداء الايمان و مرکز الفتاوی اسلام ويب .
آن لاين اسلامي لارښود
همدارنګه مخابراتي کمپنيو د قمار د پاره ډول ډول طريقې په کار اچولې دي
مثلاً يو مسيج په لاندې ډول دی :
افغان بيسيم برنامه تحت عنوان ميخواهد ميليونر شويد از
طريق تلويزيون آريانا را تمويل ميکند اګر می خواهيد در اين برنامه باشيد با
شماره ۲۵۲۵ تماس بګيريد
چې د بخت آموينې ، قرغه کشی هر ډول معاملات قمار بلل کيږي
لاټري او بخت حساب څه ډول حساب دی
پوښتنه : لاټری چې ديوې کمپنۍ لخواپه زرګونو ټکټونه خرڅ کړ شي
او د هر ټکټ قيمت مثلاً يوه روپۍ وي او په ټولو ټکټونو مسلسل نمبر ليکل
شوی وي چې دا نمبر کمپنی له ځانه سره ساتلي وي او د نمبر مطابق جايزه ټاکل
شوي وي بيا په يوه ورځ دا ټول ټکټونه يو ځای کوي په یوه منګي يا بل څه يې
اچوي او بيا په یوه وړوکي هلک يا بل کس باندې را اخلي نو وروسته چې د هر چا
نوم راووت د ټکټونو ټولی پيسی به د هغه شخص وي اوس کوم کس ته چې دا ټولی
پيسی حواله کيږي دا رواه دي او کمينی چې پدې کار سره کمشن اخلي هغې د کميشن
اخستل رواه دي ؟
ځواب فتاوي دارالعلوم ديوبند : دا قمار يا جواري ده شرعاً
حرام دی د چا په نوم چې دغه پیسی را وتلي وي هغه ته يې اخستل حرام دي او
همدارنګه کمپنی ته د کميشن اخستل روا نه دي .
دا ټولی پیسی به خپلو مالکانو ته سپاري او که هغه نه وي د هغوی وارثانو ته به يې سپاري (فتاوي دارالعلوم ۶۳۳ ج )
دبلدالحرام (مکې مکرمې ) د علماوو نظرونه :
پوښتنه : په بخت آزموينه کې کډون څه حکم لري ؟ پداسې شان چې
يو څوک د بخت آزموينې فورمی برابری کړي که جانس ياري وکړي نو لوی دولت به
په لاس راوړي او بل دا چې که څوک پدې نيت کډون پکې وکړي چه زه بيا دغه د
بخت پیسی په اسلامې فعالتونو کې مصرف کوم نو ددی حکم څه دی ؟
ځواب : دا ډول معامله چې يو څوک د بخت کارت يا فورم واخلي او
بيا په جانس سره پیسی ورته ووځي دا په حکم د برد باخت او قمار دی الله
تعالی فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا
إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأنْصَابُ وَالأزْلامُ رِجْسٌ مِنْ
عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠)إِنَّمَا
يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ
فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ
الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (٩١) «مائده/90-91-
ای مؤمنانو! دا شراب ،قمار،انصاب (نصب کړشوی ډبری د عبادت
لپاره ) او غشي د بخت آزمينی پخاطر دا ټول ناولي او شيطاني کارونه دي له
هغو نه ډډه وکړﺉ هيله ده چې تاسې بريالي شئ ، شيطان خو دا غواړي چې د شرابو
او قمار په وسيله ستاسې په منځ کې عداوت او دوښمني واچوي او تاسې د خدای ج
له يادلو او لمانځه څخه منع کړﺉ نو آیا تاسې له دې چارو لاس اخلی ؟
د قمار وړونکی بدون له کوم مشقت او زحمت څخه د لوی دولت خاوند ګرځي .
کبيره ګناه ده چې د بت پرستی سره مساوي بلل شوي ده .
او دا روا نده چې انسان حرام مال په دې نيت په لاس راوړی چې بيا به يې د خير په کار کې ولګوم .
شيخ ابن عثيمين فتاواي اسلامي- (4/441-442)
پوښتنه : په بعضو هيوادو کې ځنې بانکونه د قرعه کشی لپاره
ورقي صادروي يا د انټرنيټ له لاندې ثبت نامه کيږي، او هرلکه چې مياشت يا
کومه بله ټاکل شوی موده پوره شي قرعه کشي کيږي يو کس ته لوی دولت په لاس
ورځي په دې اړه د شريعت څه حکم دی ؟
ځواب : دا کار قمار دی له کبيره ګناهونو څخه شميرل کيږي .
دايمي ټولنه اسلامې فتاوای (4/443)
پوښتنه : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه
اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ور ماتوي ترڅو د دوی د
اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی
حکم څه دی ؟
ځواب : دا کار حرام دی او د قمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي
مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي .
شيخ ابن باز فتاوی (19/398)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
همدارنګه نومړې مخابراتي کمپنۍ د مسيجونو په ليږلو سره خلک د
سندرو او موسيقي اوريدلو ته بولي چې دا په خپل ذات کې د منکراتو طرف ته
دعوت دی .
دا کمپنۍ په دوو هدفونو دا کار تر سره کوي اول دا چې په دې
طريقه څه پيسې تر لاسه کړي دوهم دا چې په ټولنه کې د سود او قمار معاملات
رواج لري .
آخري خبره :
ګرانو ورونو او خوندو !
څنګه چې په نن عصر کې تليفون يو ضرورت دی او دا د ضرورياتو د
حل يوه وسيله ده او دا وسيله ستاسو په اختيار کې ده ، که د ضرورت د پاره يې
کاروئ او که د منکر د پاره يې کاروي .
نن ډير ځوانان ليدل کيږي چې د کتاب او قلم په ځای يې په لاس
کې د مبايل سيټ ليدل کيږي داسې سيټ چې ټول له سندرو او فلمونو نه ډک وي آيا
د يوه خام سينه ځوان د پاره دا زهر نه دي ؟
د ځوان او ماشوم پلاره ! که دې بچې ته مبايل اخيستل غواړي نو
يو ساده سيټ ور ته واخله د موسيقی او فلمونو سينما په جيب کې مه ور اچوه ،
که دې د بچې پرمختګ غواړي پرمختګ په علم کې دی نه په ننی بې شرمه او فاحشه
موسيقۍ کې .
که د بچي خوشحاله کول غواړي نو ته ولې د هغه د سبا ورځې خفګان او درد په نظر کې نه نيسي ؟
مخابراتي کمپنيو ته !
که په الله جل جلا له او ورځ د آخرت ايمان لرئ زمونږ په
اسلامې ټولنه کې د سود او قمار معاملات مه رواجوئ ددې هيواد د خلکو قربانيو
ته وګورئ او د هغه لحاظ وساتئ .
که له نورو څخه مو په پټو سترګو تقليد کړی وي نو ځان پوه کړي له دې ناوړه کار څخه لاس واخلی له خدای څخه وويرېږئ .
ګرانه وروره ! هيله ده ددې ليک د لوستو سره سم د خپلې
ځوانۍ تندی الله جل جلا له ته په ځمکه ولګوې او په رښتنې ډول ثابته کړه چې
د چا بنده يې او د څه د پاره پيدا شوې يې .
الله جل جلا له دې زمونږ سره د توبې توفيق درکړي .
ګرانه وروره ! د الله تعالی درکړي نعمتونه درپه زړه کړه، چې څومره
ډېر دي، دهغه چا له حال نه ځان خبر کړه، چې کله دشپې مهال ويده کېږي، نو
له يو عالم خفګانونو سره ويده کېږي،
ټوله ورځ ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو له
امله يې په بدن کې شيمه نه وي پاتې، هر سهار چې کله راويښيږي يا داده، چې
دګرمي له امله ځوريږي،
يا دسړو له لاسه رېږدي، له ډول ډول تکليفونو او
دردونو سره مخامخ وي او شاوخوا يې بچيان ترېنه يوه مړۍ ډوډۍ غواړي؛
خو ته
له هر اړخه بشپړ يې، هرڅه لري، بدن دې روغ دى او يوه مړۍ روزې هم دررسېږي.
نو پام کوه او له دې ووېرېږه،
چې دګناه او ناشکرۍ له امله يوه ورځ درڅخه دا
ټول نعمتونه واخيستل شي.
ځنې وخت ګنهګار بندګان داسې ناهيلي شي چې دوی ګمان کوي چې زه خو نور
بالکل غرق شوی يم زما لپاره کله د توبې لاره وي دوی نور له خپل رب (ج) نه
شرميږي او خپل د عجز لاسونه نشي پورته کولای .
زما مسلمانه وروره !
دا د شيطان دسيسې دي چې بنده نه پريږدي خپل رب ته توبه ګار شي شيطان وايي
ما د بنی آدم ملا په ګناهونو ور ماته کړه خو زما ملا يې پر استغفار او توبه
را ماته کړه .
زما مسلمانه وروره !
که
د الله تعالی مهرباني او شفقت درک کړي ډير به وژاړی او ډير وخت به دې
سترګی په اوښکو لمدې وي مناسبه به نه وي چې د خپل مهربانه پروردګار څخه
ياغي شي هغې ته شا کړي او خپل سر سخت دوښمن شيطان ته دې مخه کړي .
ډېر لوستلی شوې او کتلی شوې پښتنی او سوالونه
- د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
- ددواړوخطبوپه منځ كې لاس پورته كولوسره دعاغوښتل څنګه دي .
- سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده که مکروه؟
- په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
- ( ځنې خلق ) مړي سره په کټ کې قرآن شريف کيدي اوهديرې ته يې وړي داڅنګه دي ؟
- The Comprehensive Library المكتبة الشاملة طرېقه : ېو انځورېز لیکنه
- آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟
- آيا موسيقی رښتيا هم دبشر دروح غذا ده ؟
- آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې چې زده کونکي ته هيڅ ګټه نه لري جايز دی ؟
- آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
- آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟
- زما سوال دا دہ چه که یو کس ڈیرہ زنا کړے وی او هغه توبہ ووبا سی نو الله با ئی توبه قبوله کړې او که نه ؟
- زما لور شوې ده څه نوم ور باندې کیدم ؟
- زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟
- زما یوه دوسته ده چی په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
- زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
- ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
- سوال : جنت كي دټولونه په اخير كي ددا خليدو نكي واقعه څنګه ده ؟
- سوال : دنبى كريم ﷺ دوفات نه وروسته چه كومو خلكو دنبوت د دروغو دعوي كړي دي هغه كوم دي ؟
- سوال : مړى ولي دفن كولى شي ؟. دهند وانو په شان ولي نه سوزول كيــــــــــــــږي ؟
- سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
- سوال :- ښځو چی په نوکانو رنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
- سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
- سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
- سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
- سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
- سګریټ د طب او شریعت له نظره
- شهوت پارونکې جامې اغوندې
- شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب خصوصی بیان
- شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن کتابونه تفهیم المسائل مکمل شپږ جلده علوم القرآن مکمل دوجلده
- شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
- شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
- شیخ غلام الرحمن په غږ کې پښتو ترجمه او تفسير
- شېخ القران مولانا امیرحسین باچا لفظي ترجمه
- شېخ القران مولانا طاهر پنجپیرې صاحب پشتو بیانات
- شېخ القران مولانا عطاء الله بند یالوی صاحب پشتو بیانات
- شېخ القران مولانا غلام حبیب صاحب پشتو بیانات
- شېخ القران مولانا میر سمیع الحق افغانی صاحب پشتو بیانات
- شېخ القران مولانا ولی الله کابلګرامی صاحب پشتو بیانات
- شېخ حسن جان صاحب پشتو بیانات
- طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره،
- قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ فضيلت او اهميت
- كه پرتوګ وروسته له كوروالي سمدلاسه وتړل شي نوهغې سره مونځ صحيح دى اوكه نه ؟
- كه په روژه كې دسهارلمونځ دپيشمني څخه وروسته لږ وړاندي وكړاى شي نو صحيح دى اوكه نه ؟
- كه څوك د مانځه په قعده كښې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
- كه چا حيوان حلال كړ او دهغه په خيټه كى يې مړ بچى و مو ندنو ددغه مړبچى غوښه
- كه چرى د ېو سړې زمكه زياته غله اوپيداواركوى نوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
- كومې ښځې ته چه په لمبلوسره په غالب ګومان دناروغه كيدوويره وي نوخپل ميړه دجماع كولو نه منع كولى شي اوكه نه ؟
- له تكبير تحريمې څخه وروسته دلاسونو زوړندول نشته
- له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
- له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟
- له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
- له وخت څخه دغوره ګټې اخستلو لارې چارې
- له وخته مخکې انزال او معالجه ېې
- له کافرڅخه لیک لوست زده کول
- لواطت تر زنا لويه ګناه ده
- محترم مفتي صاحب ډیرخلګ دمحرم میاشت دغم اوخفګان میاشت ګڼي آیا په شریعت کې هم دامیاشت دغم اوخفګان میاشت ده ؟
- مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.