Friday, September 14, 2012

د هر علم د شروع کیدونه مخکښی لابدې ده


بسم الله الرحمن الرحیم

حامدا ومصلیا وبعد

شاهانو ورکړه لال او جواهروی
دَ قلــم دَ خاوندانو دَ زړۀ وينــې

زده کړه دا خبره چه د هر علم د شروع کیدونه مخکښی لابدې ده د معرفت د امور ثلاثونه

اول : تعرېف د علم      دوېم : موضوع  د علم     درېم : غرض او مقصد د علم

په تعرېف د علم سره پیژندګلو د يو علم کیږی . نو تعرېف د يو علم ځکه ضرورې ده
چه طلب د مجهول مطلق رانشی .

{ په عربی ژبه کښی د تعرېف تعرېف دې }

ما یبین به ﺣﻘﻴﻘﺔ  الشئ

موضوع :  د علم هغه شی ته وئیلی شی چه په هغه علم کښی د هغی د عوارضو ذاتیو نه بحث کیږی
نو پیژند ل  د موضوع د يو علم ځکه ضرورې ده چه امتیاز د علم مشروع فیه راشی د نورو علومونه .

{ په عربی ژبه کښی د موضوع  تعرېف دې }

موضوع كل علم ما یبحث فیه عن عوارضه الذاتیه .

{  كبدن الإنسان لعلم الطب، فإنه يبحث فيه عن أحواله من حيث الصحة والمرض  }

غرض او مقصد : د علم هغه شی ته وئیلی چه د يو علم زده کولو نه روستو کومه فا ئده انسان ته حا صلیږی .
هغی ته غرض او مقصد د دغه علم وائی . نو غرض او مقصد د يو علم پیژندل ځکه ضرورې ده چه طلب د عبث رانشی .

  ځکه چه حدېث کښی راځی :  کل عبث حرام .

{ په عربی ژبه کښی د غرض او مقصد  تعرېف دې }

مایصدر الفعل عن الفاعل لاجله .

مناطقه فرمائی په تعرېف د غرض او مقصد کښی چه مقدم وې

 په تصور کښی او مأخر وې په وجود کښی . لکه کیناستل په کټ کښی
--------------------------------------------------------------

ابو هشام خالدمنصور هډه وال
حالا مدرس
الجامعه الاسلامیة حديقة العلوم پشاور

http://hadawal.net.tc/

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.