Saturday, November 19, 2011

امام مالك رحمه الله د پيغمبر علیه سلام نه خوب كې پوښتنه وكړه چې مرګ كله راځي



امام مالك خوب كې

 

زما وروڼو !  امام مالك رحمه الله  اولس كاله مدينه منوره كې درس كړى وه ، يو ځل پيغمبر علیه سلام خوب كې وليده .
امام مالك رحمه الله د پيغمبر علیه سلام نه خوب كې پوښتنه وكړه چې مرګ كله راځي ، پيغمبر علیه سلام دلاس پنځو ګوتو باندې اشاره وكړه ، امام مالك رحمه الله پوه نشو چې دېنه څه مراد دى چې پنځه ورځې مراد دي ، پنځه مياشتې مراد دي ، پنځه كاله مراد دي ، پوه نشو .
ابن سيرين رحمه الله مشهور تابعى ده هغه خبر شو هغه وويل : د پنځو ګوتو اشارې نه د سورة لقمان هغه آياتونه مراد دي كوم كې چې الله رب العزت فرمايي چې د پنځو شيانو علم ما هيچاته نه دى وركړى ] إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (۱)[ . سورة لقمان ، پاره ۲۱ .
ژباړه : د پنځو شيانو علم الله رب العزت سره ده .
قيامت به كله راځي
باران به كله راځي
د مور خيټې نه ځوى پيداكېږي او كه لور
انسان به نورو ورځو كې څه كوي
او انسان ته په كوم ځاى كې مرګ راځي .
ددې پنځو شيانو علم يواځې او يواځې د رب العزت سره ده .


(۱)  تفسير مدارك منصور ښودلى چې هغه خوب كې ملك الموت وليده او امام ابوحنيفهرحمه الله جواب كې دې آيت ته اشاره وكړه ، تفسير مدارك جلد ۲ سورة لقمان ۲۱  .

1 comment:

  1. د مور خيټې نه ځوى پيداكېږي او كه لور
    I do believe the above but one thing i am worried about د مور خيټې نه ځوى پيداكېږي او كه لور
    that how can be its possible that computer shows that this is a male child or female child in his mother belly..???

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.