امام مالك خوب كې
زما
وروڼو ! امام مالك رحمه الله اولس كاله مدينه منوره كې درس كړى وه ، يو ځل
پيغمبر علیه سلام خوب كې وليده .
امام
مالك رحمه الله د پيغمبر علیه سلام نه خوب كې پوښتنه وكړه چې
مرګ كله راځي ، پيغمبر علیه سلام دلاس پنځو ګوتو باندې
اشاره وكړه ، امام مالك رحمه الله پوه نشو چې دېنه څه مراد
دى چې پنځه ورځې مراد دي ، پنځه مياشتې مراد دي ، پنځه كاله مراد دي ، پوه نشو .
ابن
سيرين رحمه الله مشهور تابعى ده هغه خبر
شو هغه وويل : د پنځو ګوتو اشارې نه د سورة لقمان هغه آياتونه مراد دي كوم كې چې
الله رب العزت فرمايي چې د پنځو شيانو علم ما هيچاته نه دى وركړى ] إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ
الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ
غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ
(۱)[ . سورة لقمان ، پاره ۲۱ .
ژباړه
: د پنځو شيانو علم الله رب العزت سره ده .
قيامت
به كله راځي
باران
به كله راځي
د
مور خيټې نه ځوى پيداكېږي او كه لور
انسان
به نورو ورځو كې څه كوي
او
انسان ته په كوم ځاى كې مرګ راځي .
ددې
پنځو شيانو علم يواځې او يواځې د رب العزت سره ده .
(۱) تفسير
مدارك منصور ښودلى چې هغه خوب كې ملك الموت وليده او امام ابوحنيفهرحمه الله جواب كې دې آيت ته اشاره وكړه ، تفسير مدارك جلد ۲
سورة لقمان ۲۱ .

د مور خيټې نه ځوى پيداكېږي او كه لور
ReplyDeleteI do believe the above but one thing i am worried about د مور خيټې نه ځوى پيداكېږي او كه لور
that how can be its possible that computer shows that this is a male child or female child in his mother belly..???