Saturday, November 19, 2011

د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده



د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده

محترم مفتی صاحب ته اسلام علیکم و رحمت الله!
خدای پاک ج دی تاسو ته ستاسو ددی نیکو اسلامی خدمتونواجرونه په دنیا او آخرت کی درکړی.
اما بعد،
زما پوښتنه داده چی،

پوښتنه :  د شپاړسو كالو جينئ نكاح ددې ولي په زبردستى وكړه نو آيا بالغې نكاح بغير ددې د رضا نه ولي په زبردستى كولى شي او كه نه ؟
ځواب : دبالغې نكاح بغير ددې د رضا او اجازته صحيح نه ده او هيڅ يو ولي ته ددې اختيار نشته چې د بالغې نكاح بغير ددې ددې د رضا نه وكړي كه نكاح وشي او بالغه راضى نه وي او دى دا نكاح جائز او نه ساتله  نو دا نكاح باطله ده او  د بالغ عمر شرعاً پنځلس كاله دى نو د شپاړسو كالو جينئ شرعاً بالغه ده خو د ولي په تپوس او په اطلاع باندې سكوت كول د باكرى رضا او اجازت ګڼله كيږي او تمكين د وطئى وغيره هم فقهاء اجازت ګڼي . الدرالمختار(۲)


(۲)  ولايجبر البالغة البكر على النكاح لا نقطاع الولايه بالبلوغ فان استاذنها هو اى الولى الخ فسكنت الخ فهو اذن ( ايضاً ج ۲ ص ۴۱۰ ط س ج ۳ ص ۸۵ ) ۱۲ ظفير .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.