Saturday, November 19, 2011

اسلام د علم ذره كولو ته ډېر ترغيب وركړى


 

اسلام كې علم ډېر تعريف شوى

 

اسلام د علم ذره كولو ته ډېر ترغيب وركړى نور دينو كې دومره ترغيب علم ته نه ده وركړى څومره ترغيب چې د اسلام دين كې وركړى ، كه مونږ وګورو
د قران مجيد شروع د علم نه ده ، قران مجيد وايي : ] اقْرَأْ [ ولوله .
نو دا لوستل په علم كېږي ، او چې علم نه وي لوستل نه كېږي ، قران مجيد كې الله رب العزت پيغمبر علیه سلام ته فرمايي : ] قُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا [ ووايه اې الله رب العزت زما علم كې زياتوالى راولى ، قران مجيد د علم ډېر تعريف كړى او همداسې د عالم هم تعريف كړى ده .
قران مجيد كې الله رب العزت فرمايي : ] يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ (۱)[ الله Y د هغه كسانو مرتبې اوچتى كړي ، كومو كسانو چې تاسو كې ايمان راوړى ، او هغه كسانو ته چې علم وركړى ، درجات دي ، تاسو وګورئ كوم كس چې ايمان لري او علم هم ورسره وي ، د هغې مرتبې بيان قران مجيد كوي ، او كومې مرتبې بيان چې قران كوي د بل هيچا بيان ته ضرورت نشته ، اسلام د جنګ ، يا مجادلې ، يا د مناقشې ، يا د مناظري په وخت كې هم دلائل غواړي ] هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (۱)[ تاسو خپل دلائل راوړى كه چېرې تاسو صادقان يي .
كه مونږ سوچ وكوو دا دلائل هم په علم سره ويل كېږي ، او چې علم نه وي دلائل نشى ويلى ، همدارنګه اسلام د علم زده كولو لپاره كوم خاص وخت نه ده مقرر كړى ، هر وخت كې علم زده كولى شى ، پيغمبر r فرمايي : ( اطلبوا العلم من المهد الي اللحد) تاسو د علم طلب كوئ د ځانګو نه تر لحد پورې .
نو د علم زده كولو لپاره كوم خاص وخت تعين نشته هر وخت كې د علم زده كول جائز دي .
هر څوك چې يو علم كې كوشش كوي هغه به الله رب العزت ورښيى ، ولې قران مجيد كې راځي ] وَأَن لَّيْسَ لِلإِنسَانِ إِلاَّ مَا سَعَي (۱)[ انسان لپاره هرهغه څه ملاوېږي چې د كوم شى كى انسان محنت كوي .
دلته په آيت كې د انسان لفظ ذكر ده ، نو دې كې كافر هم راځي ، كافر ته به هم هغه څه ملاوېږي چې كوم شى كې محنت كوي په دنيا كې ، او بيا انسان ته الله رب العزت تسلى وركوي ، قران مجيد كې راځي ] أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَي (۱)[ الله رب العزت فرمايي زه ستاسو عمل نه ضائع كوم كه تاسو نر يي او كه ښځې يي .


(۱)  سورة المجادله ، پاره ۲۸ .
(۱)  سورة البقرة ، پاره ۱ .
(۱)  ژباړه : نشته هيڅ انسان لره ، مګر جزاء د هغې شى چې كړى يې دي ، سورة النجم ، پاره ۲۷ .
(۱)  سورة آل عمران ، پاره ۴ .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.