Sunday, November 20, 2011

عقلمند خلك د قران په نظر كې

 

عقلمند خلك د قران په نظر كې

 

د عقل مندو خلكو په باره كې الله رب العزت فرمايي ] إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ [ بېشكه د آسمان او ځمكې پيدائيش ] وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ [ او د شپې او ورځې اختلاف كې ] لآيَاتٍ لأُوْلِي الألْبَابِ (۱)[ .
د عقلمندو خلكو لپاره لوى نشانى دي ، دې آيت نه دا معلومه شوه چې د آسمان او د ځمكې پيدائيش او د شپې او ورځې بدلېدل د عقلمندو خلكو لپاره نشيانى دي اوس چې كوم خلك په ځمكه كې په آسمان كې په شپه او ورځ كې غور او فكر كوي چې دا څنګه پيدا شوي ، دا چا پيدا كړي ، د څه لپاره پيدا شوي ، دا شپه ولې په ورځ بدلېږي ، ورځ ولې په شپه بدلېږي ، دا څوك بدلوي : داسې فكر مندو خلكو ته الله رب العزت عقلمند خلك ويلي دي ] لآيَاتٍ لأُوْلِي الألْبَابِ [ .

سائنس څه شى ده

سائنس هغه علم ده چې د مشاهداتو يعنې كتلو او تجربې په اساس ولاړ وي ، الله رب العزت فرمايي ] وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا (۲)[ الله رب العزت آدم علیه سلام ته تمام نومونه ښودل .
عبدالله ابن عباس ددې آيت تفسير كې فرمايي چې د آسماء نه مراد ددنيا شيان او صفات مراد دي .
علامه زمحشري په تفسير كشاف كې ليكلي دي چې د علم الاسماء نه مراد شيان او د هغې فائدې دي امام رازي رحمه الله فرمايي : د اسماء مراد اشياء دي او نن دور كې تاسو وګورئ علم الاشياء ته سائنس وايي .


(۱)  سورة آل عمران ، پاره ۴ .
(۲)  سورة البقرة ، پاره ۱ .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.