Saturday, October 29, 2011

د قرباني آداب : چې په قرآن او سنت کي راغلى

 

د قرباني آداب 

چې په قرآن او سنت کي راغلى

ليکنه : مفتي مبشراحمد ( رباني ) حفظه الله

ژباړه: مفتي ابوخالدلائق ا حمدغزنوي

د غټ اخترد لمانځه تر ادا کولو ورسته قرباني کيږي، د الله په لاره کي حيوان حلالول يو لوي عبادت دى، د نورو عبادتونو په څير د قربانۍ د قبليدو لپاره هم دوه شرطونه دي :

[١] په نيت کي اخلاص پيدا کول .[٢] د سنت موافق کيدل.

لاندي موږ  يو څو هغه اداب او شرطونه بيانوو د کومو يادونه چې په قرآن او سنت کي راغلى، ددي لپاره چې هر مسلمان ددي  په لحاظ کولو سره قرباني وکړي .

قرباني يواځي  د الله ده او د هغه په نوم دي وکړله شي:

قرباني دي د الله د رضا او هغه ته نزديکت لپاره وکړله شي،د رياکارۍ يا د بل چا د نزديکت  لپاره دي ونه کړل شي، ځکه الله تعالى انسان ته دده د تقوي، پرهيزګاري، اخلاص او جذبي موافق بدله ورکوي، هغه فرمايلي:

(( لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ )).[ الحج ٣٧ ].

الله تعالي ته هيڅکله ددي حيواناتو غوښي او ويني نه رسيږي؛ بلکه هغه ته خو ستاسي تقوا ور رسيږي.

د غيرالله د نزديکت لپاره حيوانات حلالول، د غيرالله په نوم باندي د هغوي خوشي پريښودل، يا ېي په داسي ځاي کي حلالول چيري چې د غيرالله عبادت او شرک کيږي دا ټول په ټول حرام او ناروا کارونه دي، د اميرالمؤمنين علي بن ابي طالب رضي الله عنه نه روايت دى : چې رسول الله صلي الله عليه  وسلم فرمايلي:

« لَعَنَ اللَّهُ مَنْ لَعَنَ وَالِدَهُ وَلَعَنَ اللَّهُ مَنْ ذَبَحَ لِغَيْرِ اللَّهِ وَلَعَنَ اللَّهُ مَنْ آوَى مُحْدِثًا وَلَعَنَ اللَّهُ مَنْ غَيَّرَ مَنَارَ الأَرْضِ ».

الله تعالى دي په هغه انسان لعنت وکړي چې په خپل پلار لعنت وايې، الله تعالي دي په هغه انسان لعنت وکړي چې د غيرالله لپاره ذبحه کوي، الله تعالي دي په هغه انسان لعنت وکړي چې  بدعتي ته يې پناه ورکړه او الله دي په هغه چا لعنت وکړي چې د ځمکي نښي نښانې بدلوي.[ مسلم ١٣\١٤].

ځېني ناپوهه خلک د قرباني په څېرعظيم عبادت د يوولسمي په نيت او عقېده کوي او په دي سره خپل عمل بربادوي؛ داسي خلکو ته د الله تعالي څخه ويره پکار ده، د بزرګانو په محبت کي راتللو سره د خپل رب عظمت او لوېي هيڅکله هيره ول نه ده په کار.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.