Tuesday, October 4, 2011

دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې

 دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې؟

مسئله :  دماشومانو  دپتنګ  [ كاغذ باد ، ګوډى ]  په  لوبه كي  دزياتو مفاسدوله امله دعدم جوازحکم  دي   دبيلګي  په  ډول  يې  څومفاسد  دادي  :
۱  -  په  دغه لوبه كي  دانهماك له امله  له ډيرو ديني امورو څخه غفلت  راځي    لكه پيغمبرصلي الله عليه وسلم څخه  چي نقل شوي چې دكوترو الوزونكو ته یې شيطان  ويلې ، اوهغه  وعيدونه چي په حديثوكي  ذكر شوي  هغه   دي لوبي ته هم متوجه دي  .
۲-  دغه لوبه اوس دقمار كولو يو سبب   وي  ډير هلكان په دي  ګناه  اخته كيږي
۳ -   زياتره  دغه لوبه  دبامو نو  اوكورونو دسرونو څخه سرته  رسيږي  يعني  له  بامونو څخه الوزول كيږي   چې خلکوته له ضررسره دماشومانودلویدلواوایله کیدوخطرهم لري :
۴  په  دغه لوبه كي  ناجائزه مسابقه وي    .  احسن الفتاوى   ۸ \ ۱۷۶  ملخصا
اوکه وړاندينې  مفاسد ورپکښې نه وي نوبیاجائز ده ؛والله  تعالی اعلم


 سرچینه : http://islam-iea.com


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.