ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي،
اسلام عليکم ورحمته الله برکاتهُ
۱۔ يو زنانه د بدن کم ځاينو ويخته لري کولي شي۔
۲۔ که د کومې ښځې په لاسونو او په تندې باندي اضافه ويخته وي او هغه غواړي
چي لري کړي غير د وريزو نه۔ نو څه حکم دے۔
ددي سوال جواب به د ستايني وړ وي – ستاسو ورور احمد عابد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ويښتان په څو برخو ويشل شوی دی :
۱- هغه ويښتان چه خريل یې حرام دي لکه د وروځو خريل د نارينه او ښځو د پاره حرام دي پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي: “لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله ” ](روايت بخاري (5931) ومسلم (2125) .
او د ږيرې خريل حرام دي : قص الشارب وإعفاء اللحية (المسلم 261 ) ، (انهكوا الشوارب، وأعفوا اللحى). (بخاری 5549 ) مسلم هم روايت کړی .
۲- هغه ويښان چې خريل يې واجب دي لکه د شرمګاه د ويښانو لرې کول ، د
تخرګو د ويشتانو لری کول او بريتونو خريل يا لنډول چه دا د فطرت سنت دي : (الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط). بخاري(5889، 5891، 6297) و مسلم (257).
۳- د سر د ويښانو اصلاح کول په سنته طريقه .
۴- مباح : که د ښځې په مخ يا لاسونو ويښتان وي د هغې لرې کول مباح دي ځکه په دې باره کې د قرآن او ستنو د منع کوم نص وجود نه لري .
آن لاين اسلامې لارښود
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.