Sunday, September 25, 2011

دپنځووروڼوپه یوه ورځ له پنځوخوندوسره واده

دپنځووروڼوپه یوه ورځ له پنځوخوندوسره واده


دپاکستان دپنجاب ایالت په لیه ښارګوټي کې په یوه ورځ اویوه وخت کې دپنځووروڼوله پنځوخوندوسره دنکاح اوواده مراسم ترسره شول .
یاد، پنځه زومان اوپنځه ناویانې په خپل منځ کې سره دتره زامن اولوڼې دي .
له واده نه ورسته دواړې کورنۍ په یوه کورکې داوسیدلولپاره سره یوځای شوې .   دیادې کورنې مشرعبدالحمید، چې دزومانواوناویانونیکه هم دي وایې ! چې ده  د دواړو زامنو داولادونوپه منځ کې ځکه نکاح وکړه چې کورنۍ یې سره متحده اویوموټې شي .
دنوموړې کورني اقتصادي چارې دډيرۍ اوشیدوپلورلوپرمټ ولاړې دي . خودزده کړې په ډګرکې هم ترنوروورسته نه دي پاتې.  چې دکورنۍ په غړوکې یې دانجینر ، ډاکټر اوپه پروفیسرپه ګډون ګڼ شمېر لوستې خلګ هم شته ، عبدالحمیدوایې چې دخپل کورپه انګړکې یې وهرې یوې جوړې ته یوه یوه کمره  د اوسیدلولپاره ورکړي ده اوغواړي چې ټوله کورنۍ یې په یوه انګړکې تریوه بام لاندې واوسیږي .
دیادونې وړدي چې دلسو واړو دواده ډولۍ په یوه وار اویوه ورا کې اوچتې شوې اوټولورابلل شویو میلمنوته هم پریوه ځاي ډوډي ورکړل شوه . 

منبع :نن ټکی آسیا


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.