مټې لرو خو هره مټه مو بې زوره ښکاري
نظيرالحق قريشي
کلى لري خو په خپل کلي کې بې کوره ښکاري
ددغه کلي نغري ګورئ بې اوره ښکاري
سپرلى به بېرته کله راشي په دې ورانو لارو
چې دخزان ساړه بادونه پرې نسکوره ښکاري
چېرته به تللي وي زمونږ دا زورور عزمونه
مټې لرو خو هره مټه مو بې زوره ښکاري
بيا دماښام لمنه سره آسمان سلګو نيولى
تندر وهلې سپوږمۍ راغله تکه توره ښکاري
له پيوندي جامو يې دارامعلومېږي خلکو
ښايي دکلي هره پېغله اوس بې وروره ښکاري
"نظيره" هغې غرنى هوسۍ ته لاس مه وروړه
دصياد غشو ترهولې ده بې موره ښکاري
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.