زما کلے
سخي ارسلا خان
د انسان ژوند لوغړن دے ددې خټو په کوټو کې
تلوسې ستړې ستومانه د لېمو په مقبرو کې
ده سړو اسوېلو ژالې د چتونو په وخکو کې
حسرتونه په سينو کې مات خوبونه په ککو کې
دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے
اولنے کور
نهر نهور ماشوم دې اوليد په سلګو سلګو اودۀ شو
په جولۍ د بې وسۍ کې په زبېرګو زبېرګو اودۀ شو
غټه اوښکه ئې په سور مخ ننکۍ دمفلسۍ ده
د غريبې مور په چل ول په دهوکو دهوکو اودۀ شو
دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې دے زما د ژوندون څلے
بل کور
د ډيوې تته رڼا کې وحشتونه راوريږي
د مجبورې کونډې اوښکې په خيرن بالخت څڅيږي
د ژوندون په پانسي ګاټ کې چې د مرګ لارې ته ګوري
په صليب د غريبۍ چې هره ورځ مري بيا رغيږي
دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے
بل کور
چې خاوند ئې د مودو نه مزدورۍ پسې باهر دے
د يو ووږد انتظار بوجهـ د سرتورې په ځيګر دے
د ساړه انغري خواته په سړه ايره کې ناسته
د غمژنې مور په غيږ کې درې کلن ماشوم نهر دے
دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے
يو بل انځور
دا رنځوره چې پرته ده ، دا ددې کلي ابۍ ده
په خيرن خچن ماحول کې د ارمان يوه سلګۍ ده
تش بوتل د دوائۍ ته په چاؤدلو سترګو ګوري
په زړه بړستن کې ملاسته يو قيصه د بې وسۍ ده
دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے
د کلي يوه کوڅه
د کتاب او د مکتب نه چې محرومه په ازل دے
چې د رزق په تکل کې په پښې ابله پښو په زغل دے
د لقمان په لاس کې لور دے ، افلاطون په سنډه سور دے
د غربت منګول کې انښتے څه مجبوره مستقبل دے
دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
د ازل تور شوکوؤمه ددې خاورې د تندي نه
بس تر پوزې پورې راغلم د ماحول د ساه ډوبي نه
د خزان ددې خپسې د منګول نه ځان اوباسم
دا د ے خپله حصه اخلم ، نن په زور د پسرلي نه
دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې د زما د ژوندون څلے
هډاوال ويب غواړي چي ستاسي اسلامي اندیښني تقویه کړي. اوستاسومسائل ته د قرآن اوسنت په رڼا کښی جوابونه ورکړې او د سپیڅلي دین اسلام په چوکاټ کښي تاسي ته خوږي قصي ، د زده کړي وړ لیکنی اومضامین ، عام معلومات ، په زړه پوري ټوکي ټکالي او جالبه او ښائسته مطالب وړاندي کړي.. https://www.facebook.com/pashto.islamic.mp3.bayanat





















No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.