Monday, August 22, 2011

زه ازاد افغانستان يم


زه ازاد افغانستان يم
 
Habib Sadi

زه تاريخ لرم ژوندې يم دپښتون دزړه ارمان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم
****
خيرکه نن مې بيوسي ده رنګ سپيره دغريبي ده
يا بچي مې بی هنر دي د اخو ټوله نا پوهي ده
يا خزان راباندې سم دی بدل پاڼه د ځواني ده
يا نفاق په ما کې ګډ ده ياراګډه ځانځاني ده
****
د انګور په شان به ځوان شم پسرلو سره روان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم
****
اې بچيانو،يتيمانو،پښتنۍ ،پيغلو، ځوانانو
دتعليم لاره کړئ خپله د معارف د بڼ ګلانو
پرمختګ ته بدلون راوړئ علم پوهه رڼايي ده
ناپوهي لمنه ټول کړئ دعزت او ننګ بچيانو
****
پاڼه واړوئ تاريخ نه زه همزولی د جاپان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم

****
مټۍ ونغاړئ پرهارته زخمي شوې په ټټر يم
نظر وکړئ ننګرهارته زه ښايسته کابل کنډر يم


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.