په روژه کی ددرواغجنی لوږی ځان وساته
ژباړه: رضوان الله حسن خیل
سرچينه: آن اسلام وېب پاڼه
یو څو ساعته وروسته به دسترخوان ته د اوږدې روژي د ماتولو په خاطر کینی، مختلف قسمه خوراکونه به ددسترخوان پر مخ موجود وي، او د دسترخوان یوی څنډي ته به شربت هم ایښې وی او ته به د اذان انتظار کوي چی کله وشی او شروع پری وکړم تر څو می تنده ماته شي … لیکن خیال کوه!! معده به فرېب درکوي، چې د لوږې په بهانه د دسترخوان ټول شيان بس په يو دم وخوره! درواغجنه لوږه ده.
معده به دې خامخا فرېب در کوي چې ښه ډیر خوراک وکړه خو دا
- روژه ماتی په خرما، شودو او یا په کوچو سره وکړه تر څو ستا جسم ته زر اړین طاقت او انرجې ورکړي او بیا دماښام لمونځ لپاره ولاړ شه.
- د لمونځ نه وروسته لږ ښوروا د نورو شیانو سره وخوره ، او ددی خیال هم کوه چې په کراره خوراک وکړي او ښه یې میده کړی .
- د ماخوستن لمونځ نه وروسته د ډوډۍ په پوره خوراک چی په پروټینو او سبزیانو شامله وي پیل وکړه خو دزیاتوالې او افراط نه ځان وساته .
- دا کوشش وکړه چې په اونۍ کې دوه ورځې د خوږو شیانو د خوراک لپاره مقرر کړه دا ځکه چې د اپه پروټینو او قندونو غني وي کیدای شي ستا صحت ته نقصان ورسوي او ستا د چاغوالې باعث شي.
- د امکان په صورت کې د ماخوستن ډوډۍ نه دوه ساعته وروسته لږ تازه میوه وخوره .
- د اتو ۸ نه تر ۱۰ ګلاسو پوري اوبه وڅکه یعني هر ساعت پس یو ګلاس چې ستا جسم ته اړین مایع مواد پوره کړي .
- په روژه کې ماشومان ، حامله ښځې او ماشوم ته دشیدو ورکولو والا ښځې باید ۳ ګلاسه شوده روزانه وڅکې اویا لږ کوچ وخوري .
- دوامدار مریضان باید د خپلو ډاکټرانو د لارښووني تابعداری وکړي، د منع شویو خوراکونو څخه ځان وژغوری او دوایاني په ترتیب سره وخوري.
- ټول روژه داران باید لمر ته د ډیر ګرځیدلو څخه ځان وساتي .
د ښی روژی او صحتمند روژه ماتې په هیله
والسلام
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.