Sunday, July 24, 2011

پر خلاف شرع کار چوپ پاتې کېدل منع دي

پر خلاف شرع کار چوپ پاتې کېدل منع دي


پوښتنه:

که چېرې په يوه مجلس کې د الهي احکاماتو او د رسول الله ص د فرمان خلاف عمل جاري و، نو آيا په دې فکر چې اختلاف جوړېږي، چوپ پاتې کېدل جايز دي او که يې د اصلاح لپاره کوښښ کول په کار دی؟


ځواب: 

په صحيح مسلم شريف کې رسول الله ص په خورا واضحو الفاظو سره فرمايلي دي: له تاسې څخه که يو څوک يو ناوړه (ناجايز او د ظلم) کار وويني، نو په لاس سره يې مخنيوی په کار دی، البته که يې د دې طاقت نه درلود، نو په ژبه سره به يې د منع کولو کوښښ کوي او که يې د دې طاقت هم نه درلود، نو په زړه کې دې يې بد محسوسوي او دغه درېيم عمل د ايمان هغه تر ټولو کمه درجه ده.
له دې کبله که يو څوک خلاف شرع او د ظم کار وويني او د قدرت سره - سره خاموشي اختيار کړي، دا د د ه لپاره حرام او مطلق ناجايز دی، البته د هغه کس د اصلاح لپاره بايد داسې ژبه وکارول شي او داسې موقع تلاښ کړل شي چې پر هغه کس ستا نصيحت ښه تاثير وکړلای شي، د دې لپاره چې هغه د خپل توهين احساس ونه کړي، ځکه ستاسې مقصود به اصلاح وي، نه د يو چا توهين او سپکاوی. لېکن کله ناکله د طاقت او زور استعمال ته هم ډېره اړتيا پېښېږي چې په هغه ځای کې طاقت استعمالول او تکليف برداشتول د ايمان هغه قوي او لومړۍ درجه ده.


سرچينه سورغر

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.