Thursday, January 13, 2011

دبدرپه تاريخي غزوه کي دابوجهل ، عتبه اوشيبه وژل کېدل



دبدرپه تاريخي غزوه کي
دابوجهل 
عتبه
او
شيبه
وژل کيدل






امام بخاري وايي ماته عَمْرُوبْنُ خَالِدهغه ته زُهَيْرهغه ته أَبُو إِسْحَاق هغه ته عَمْرِو بْنِ مَيْمُونٍ اوهغه ته عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودرضى الله عنه بيان کوي چي :
قَالَ اسْتَقْبَلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم الْكَعْبَةَ فَدَعَا عَلَى نَفَرٍ مِنْ قُرَيْشٍ، عَلَى شَيْبَةَ بْنِ رَبِيعَةَ، وَعُتْبَةَ بْنِ رَبِيعَةَ وَالْوَلِيدِ بْنِ عُتْبَةَ، وَأَبِي جَهْلِ بْنِ هِشَامٍ‏ .‏ ابن مسعودوايي :نبي کريم صلی الله عليه وسلم کعبې ته مخ کړدقريشوڅومخورومشرانولکه شيبه،عتبه، وليداوابوجهل ته يي ښراوې وکړې .
فَأَشْهَدُ بِاللَّهِ لَقَدْ رَأَيْتُهُمْ صَرْعَى، قَدْ غَيَّرَتْهُمُ الشَّمْسُ، وَكَانَ يَوْمًا حَارًّا‏.‏ ابن مسعودوايي :زه شاهدي ورکوم چي مادوئ پرهماغوځايونومړه وليدل چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم مالوم یې وړاندوینه کړې وه،هغه وخت لمرخراب کړي ووځکه ورځ ډېره ګرمه وه .
په يوبل حديث کي داسي وايي :
امام بخاري وايي ماته أَحْمَدُ بْنُ يُونُسَ هغه ته زُهَيْرهغه ته سُلَيْمَانُ التَّيْمِيّ هغه ته أَنَس بيان 





کړی :
قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم "‏ مَنْ يَنْظُرُ مَا صَنَعَ أَبُو جَهْلٍ ‏"‏ فَانْطَلَقَ ابْنُ مَسْعُودٍ، فَوَجَدَهُ قَدْ ضَرَبَهُ ابْنَا عَفْرَاءَ حَتَّى بَرَدَ .
نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل :دابوجَهل حال به څوک راوړي؟دده دحال مالومولولپاره ابن مسعودولاړ،په داسي حال کي یې وموندچي دعفراء دووزامنوزخمي کړی اوله خوځښته لوېدلی وو.
قَالَ آأَنْتَ أَبُو جَهْلٍ قَالَ فَأَخَذَ بِلِحْيَتِهِ‏.‏ قَالَ وَهَلْ فَوْقَ رَجُلٍ قَتَلْتُمُوهُ أَوْ رَجُلٍ قَتَلَهُ قَوْمُهُ .
ابن مسعودورته وويل :ته ابوجهل يې؟انس وايي :ابن مسعودیې ږيره ونيوه .ابوجهل ورته وويل :اياکوم کس(ابوجهل)چي تاسومړکړترهغه لوړسړی شته؟اوياابوجهل داسي وويل :يوسړي دی چي دخپل قوم خلکوقتل کړ.
(بخاري دويم ټوک،کتاب المغازي باب دعاءالنبي عليه السلام علی کفارقريش)

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.