پوښـتنه: ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟ او کـوم يـو ډيـر اجـر او ثـواب لـري هـغـه چـي د سـهـار لـه لـمـونـځ څـخـه وروسـتـه اداء شـي او کـه د لـمـر راخـتـو تـه انـتـظـار وکـړاي شـي؟
فـتـوي: چـاتـه ددي اجـازه نـشـتـه چـي هـغـه جـومـات تـه نـنــــوزي پــداسـي حـال کـي چـي جـمـاعـت ولاړ وي او دي خـپـل سـنـت او يـا تـحـيـة الـمـسـجـد اداء کړي، مـګـر دي بايد لـه امـام سـره ځـان پـه جـمـاعـت کـي يـوځـاي کړي او هـمـاغـه حـاضـر لـمـونـځ اداء کـړي لـکـه څـنـګـه چـي ددي مـوضـوع په اړونـد نـبـي کـريـم صـلـي الـلـه عـلـيـه وسـلـم فـرمـايـي: (اِذا اُقـيـمـت الـصـلاة فـلا صـلاة الا الـمـکـتـوبـة)خـرجـه الامـام مـسـلـم فـي صـحـيـحـه. دا حـديـث راښـيـي چـي لـمـړي بايد لـه امـام سـره په لـمـونـځ کـي شـريـک شـو بـيـا اخـتـيـار لـرو چـي کـلـه لـمـونـځ اداء کــړو لـــــه لـمـانـځـه څـخـه مـتـصـل وروسـتـه او کـه د لـمـر راخـتـو تـه انـتـظـار شـو چـي د لـمـر طـوع تـه انـتـظـار افـضـل دي.

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته: امابعد: زما نوم کريم داد شريفي دى، زه د لومړي ځل لپاره ستاسو د دارالافتاء سره مخ کيږم،واقعاً چې ډيرو اهمو مسئلو ته مو پام کړى دى او که مونږ ته الله پاک توفيق راپه برخه کړي، ځانونه ورڅخه مستفيد کړو ؛ نو نه يوازې چې ځان ، بلکې نورو ملګرو ته به مو هم ان شاالله ديني او دنيوي خير رسيدلى وي. د پاڼي د قدرمنو چلونکو څخه نړۍ مننه کوم ، الله متعال دې ورته د دارينو نيک مرغي په برخه کړي. والسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
ReplyDeleteاسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته: زما نوم کريمداد شريفي دى، د غزني ولايت اوسيدونکى يم : ما چې د لومړي ځل لپاره ستاسو د دارلافتاء د مطالبو يوه اندازه ولوستل ، نو واقعاً يې ماته روحي او جسمي خوښي راپه برخه کړه، دالله له دربارڅخه د پاڼې چلونکي لپاره د دارينو غوښتنه کوم. والسلام عليکم ورحمت الله و برکاته
ReplyDelete