د موبايل او انټرنېټ له لارې د هلک او نجلۍ ترمنځ اړيکې
ايا د انټرنټ او يا موبایل له لارې د نامحرم هلک او نامحرمې نجلۍ اړيكې ، محاوره او خبرې اترې روا دې او كه ناروا ؟
د ځواب په هيله .
حيران
ځواب:
الحمد لله والصلاة والسلام على رسو الله وعلى وصحبه ومن والاه.
كه مونږ وګورو چې ايا په جرايدو او مجلو او د عادي پوستې له ليارې
ليكلې اړيكى له اليكترونيكي اړيكي توپير لري؟ پدې كې شك نشته چې پايله
يې يوه ده د وسيلې د طبيعت له توپير سره خو د جواز او نه جواز په حكم
كې اعتبار وسيلې ته ندى چې خطاب او پيغام ليږدوي بلكې اعتبار د پيغام
مضمون ته دى چې دا مضمون د شرعې په اصولو برابر دى او كه نه؟ دغه وسيله
يعنې اليكترونيكي پوست د كارونكي لپاره په زياته كچه زمينه برابروي چې په
ګڼو لارو تعبير وكړي او د غږ او انځور له فنونو په استفادې خپل پيغام
وليږي ؛ نو لدې كبله د دې وسيلې د اغراء ، بي لارۍ او د شيطان لارې ته د
نږدې كيدو زيات امكان لري او الله تعالى مونږه هغو لارو ته له نږدې
كيدومنعه كړي يو: (وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ
لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ)البقره: ۱۶۸ (يعنى د شيطان په پله پل مه ږدئ ، ځكه
هغه ستاسې ښكاره دښمن دى)
او همداراز په بل ځاى كې فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا
تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ
الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ) النور :۲۱
(اى مومنانو! د شيطان په قدمو مه ځئ ، او څوك چې د شيطان په پله پل كيږدي
نو هغه هرومرو ورته په بي حيايۍ او ناروا امر كوي) نوغوره خبره داده چې
له دې كار څخه سړى ليرې وي ، تر څو دغه لړۍ هغه څه ته ونه غځيږي چې الله
ترې منعه كړي يو او د الله تعالى په منهياتو كې واقع نه شو ، وګورئ:
الله تعالى چې مونږ له زنا څخه منعه كړي يو داسې تعبير يې كړى چې زنا ته
مه نږدي كيږئ ، ځكه دا بي حيايي او بده لار ده الله تعالٰى فرمايي: (وَلَا
تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا) الاسراء:
۳۲ پدې سره يې مونږ د هغه له مقدمو نه چې مونږ ورنږدي كوي منعه كړي
يو مونږ دا نه وايو چې حتما به دغه اړيكي بد كار ته منجر كيږي خو
كيداى شي چې دا دشيطان د جال په توګه وكارول شي او د تهمت له ځايونو
څخه ځان ساتل مطلوب كار دى تر څو د الله تعالى په نا خوښي كار كې ښكيل نه
شو.
او كه دا كار كيږي چې له انترنټ څخه د دعوت او تبادل ثقافي او
پيژندګلوي په موخه ترې كار اخلي ، نو ښه خبره داده چې دا مراسله او
اړيكي بايد د يو جنس د افرادو تر منځ وي ترهغې چې خاصه اړتيا نه وي پيښه
شوې چې له بل جنس سره هم مراسله او اړيكي ولري او په دې لړ كې د ادب او
احتياط مراعات ضرور دى تر څو د الله تعالى د غضب په مواردو كې واقع نه
شو.
او كه واقعا د دعوت په موخه څوك دا اړيكه ټينګوي نو د ښځينه جنس لپاره
د ښځينه جنس اړيكه ډيره موثره تماميږي ، ځكه هغوى خپلې اړتياوې نسبت
نارينه و ته ښې پيژني.
والله تعالى اعلم
سرچينه اصلاح آنلاين
- ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
- ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
- ايت ( صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا ) باندي اوازسره دروويل څنګه دي ؟
- ايما ن مفصل + ايمان مجمل
- ايمان څنګه تقويه کړو ؟
- ايټم ټيكنالوجي د قران په رڼا كې
- ايډز څه شی دی له څه نه پيداکيږي او مخنيوی په څه کې دی
- ايډز څه ډول ناروغي ده؟
- اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
- آنلاین Arabic-Quran-a.pdfکتب
- اپریل فول اور امت مسلمہ
- اپریل فول ایک معاشرتی برائي
- اپریل فول کی شرعی حیثیت
- اگر آپ ذہین ہیں۔۔۔۔۔تو۔۔۔ اس تصویر کا مطلب واضح کریں
- اگر آپ کمپیوٹر روز انہ استعمال کرتے ہیں تو
- اہلیہ کے زیورات کی زکوٰة
- ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
- ای زما وطنه
- ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
- ایا انسان خواره مو ليدلي
- ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟
- ایک انسان کے اعضاء دوسرے انسان کے جسم میں لگانا
- ایک منٹ میں۔۔


This comment has been removed by the author.
ReplyDeleteامید دی چی دروغ صحت خاونداوسی
ReplyDeleteمحترمه منصور صاحب غواړم چی یوه موضوع درسره شریکه کړم هغه دا چی زه یو امریکایی دوسته لرمه چی ماسره روزانه په انټرنیټ باندی رابطه کو ما هغی ته داسلام دعوت ورکړو هغی ډیره دلچسپی وښوده او غواړی چی لازیات معلومات داسلام په باره کی حاصل کړی نو که تاسوراسره مرسته وکړی چی څنګه کولای شم نومړی ته د اسلام دین اسانه او بل اخره مسلمانه شی داسی معلومات راکړی چی هغه په انکلیسی ژبه وی او که دهغه امریکاینو کیسی درسره وی چی اوس اوس یی اسلام قبول کړی وی چی نومړی ورڅخه عبرت واخلی
ستاسو د جواب په طمع
نقیب الله حقمل هډه وال